د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د رېکو ډېک کان په اړه د نړيوالې جرګګۍ فيصلې د پلټنو امر وکړ


د پاکستان وزيراعظم عمران خان (ارشېف)
د پاکستان وزيراعظم عمران خان (ارشېف)

پراګ - د پاکستان او کاناډايي کمپنۍ ترمنځ د کاروباري لانجې په اړه د يوې نړيوالې جرګګۍ تر فيصلې وروسته وزيراعظم عمران خان د ذمه وارو کسانو د معلوملو لپاره د پلټنیز کمېشن جوړولو امر کړی دی.

د حکومتونو او پانګوونکو ترمنځ د قانوني لانجو هوارولو نړيوال مرکز (انټرنېشنل سېنټر فار سېټلمنټ اف انوېسټمېنټ ډسپيوټس یعنې ای سي اېس ای ډي) د جولای پر ۱۲ مه د پاکستان پرضد د تتيان کاپر کمپنۍ (ټي سي سي) په حق کې فیصله واوروله.

د نړيوال بانک جرګګۍ پاکستان ته ويلي چې تتیان کمپنۍ ته دې ۵.۹۷۶ اربه ډالره تاوان ورکړي.

غواړو د پاکستان له حکومت سره د خبرو اترو له لارې يوه ګډ حل ته ورسېږو.
وليم هايس

د پاکستان لوی څارنوال دفتر د جولای پر ۱۳مه په يوه بيان کې ويلي، هېواد يې فيصلې مايوسه کړی دی او په دې لړ کې وزيراعظم د يوه کمېشن جوړولو امر کړی چې پلټنې وکړي چې اخر ولې پاکستان له داسې يوه تاوان سره مخامخ شو، څوک ذمه واره دي او له دې څخه په راتلونکې کې څه زده کړه کېدای شي؟

جرګګۍ دا فيصله د بلوچستان د رېکوډک د سرو زرو او مسو د کانونو په اړه کړې ده چې په اړه يې پاکستان له ټی سي سي سره تړون کړی وو.

خو په ۲۰۱۱ز کال کې د بلوچستان حکومت تتيان ته د سرو زرو او مسو کان د کنلو د کار جاري ساتلو اجازه ورنکړه.

تر دې وروسته کمپنۍ د پاکستان پر ضد د نړيوال بانک ای سي اې اېس ای ډي کې مقدمه درج کړه.

نړيوالې جرګګۍ په دې اړه د جولايي پر ۱۲مه د تتیان کمپنۍ په حق کې فيصله واوروله چې ۷۰۰ پاڼې ده خو لا په بشپړه توګه خپره شوې نه ده.

د پاکستان حکومت په بیان کې ویلی، د فيصلې د مالي او قانوني اړخونو تر جاج اخیستو وروسته به خپله تګلاره ټاکي.

ښايي پاکستان او تتيان کمپني د خبرو اترو د لارې دا لانجه هواره کړي.
داود عزیز کوکر

په بیان کې د تتيان کمپنۍ مشر وليم هايس د هغو څرګندونو هم ذکر شوی چې ويلي يې دي،غواړي د پاکستان له حکومت سره د خبرو اترو د لارې يوه ګډ حل ته ورسېږي.

فيصلې په داسې حال کې پاکستان تر فشار لاندې راوستی دی چې اقتصاد يې وار له مخه له ستونزو سره مخامخ دی او په وروستيو کې يې د پیسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالره پور اخيستو تړون هم کړی دی.

قانون پوهان وايي، شاوخوا شپږ اربه ډالره تاوان تتيان کمپنۍ ته ورکول به د پاکستان اقتصاد ته لوی ګوزار ورکړي.

البته دوی زياتوي چې د پاکستان د فيصلې په اړه د بیا کتنې د درخواست ترڅنګ ځينې نورې لارې هم لري.

خو د پانګوونکو او حکومتونو ترمنځ د کاروباري لانجو هوارولو لاهور مېشتی قانونپوه داود عزيز کوکر فکر کوي چې ښايي پاکستان او تتيان کمپنۍ د خبرو اترو د لارې دا لانجه هواره کړي.

XS
SM
MD
LG