د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملي امنیت شورا: دویمه بین الافغاني ناسته راتلونکو اوونیو کې کېږي


د انځور ښي لوري ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د جرمني له سفیر سره لیدنې په حال کې
د انځور ښي لوري ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د جرمني له سفیر سره لیدنې په حال کې

کابل - د افغانستان د ملي امنیت شورا په څو اوونیو کې د دویم بین الافغاني کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړی.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دویمې بین الافغاني غونډې دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د ځینو مسایلو همغږي او تنظیم ښایي چې څو اوونۍ وخت به وغواړي.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل: "د دې لپاره چې راتلونکې غونډه ښه منسجمه او پر مشخصو ټکو راټوله او تنظیم شي، بحثونو ته اړتیا ده [چې] تر پای [پورې به یې] دا غونډه ونشي."

د ده په خبره، افغان حکومت هیله لري چې دا غونډه ژر وشي خو راتلونکې څو اوونۍ یې په اړه چمتوالی کېږي.

په دوحه کې د دویمې بین الافغاني غونډې د جوړېدو په اړه د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب د شنبې په ورځ په کابل کې د جرمني له سفیر پیټر پراګل سره خبرې وکړې.

جرمني او قطر په دوحه کې د لومړۍ بین الافغاني غونډې اصلي تنظیموونکي ول.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې محب د جرمني له سفیره مننه وکړه او هغه غونډه یې د کابل د ادارې او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د نېږدې کېدو لپاره یو ښه پیل وباله.

د جولای پر اوومه او اتمه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې ۷۱ تنه افغانان چې سیاستوالان، پخواني جهادي مشران، د مدني ټولنو استازي او یو شمېر ښځې فعالانې پکې شاملې وې، له طالب استازو سره مخامخ خبري وکړي.

دا غونډه په کورنۍ او نړیواله سطحه وستایل شوه او سولې ته یې هیلې او خوشبینۍ ډېرې کړې.

د دویمې بین الافغاني غونډې خبرې داسې مهال کېږي چې د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازو په ګډه له طالبانو غوښتي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي.

دا خبري د چین په پلازمېنه بیجنګ کې د افغانستان د سولې په تړاو په څلور اړخیزه غونډه کې وشوې.

دا غونډه د جولای پر ۱۰مه او ۱۱مه وشوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۲مه په یوه بیان کې ویلي چې واشنګټن، مسکو او بیجنګ په دې باور دي چې اسلام اباد د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبولی شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې د واشنګټن هدف دا دی چې تر سېپټېمبر مياشتې مخکې له طالبانو سره د سولې یو توافق تر لاسه شي.

له ټولو ډیپلوماتیکو هڅو سره سره طالبانو تر اوسه د اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو غوښتنې نه دي منلي.

XS
SM
MD
LG