د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سفیر د مسکو تر ناستې د دوحې هغه مهمه وبلله


په کابل کې د امریکا سفیر جان بس
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د دوحې دوه ورځنۍ ناسته د افغان کشالې د پای ته رسولو لپاره د مسکو تر هغې مهمه بولي.

نوموړي په پنجشنبه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، امریکا تمه لري چې افغانان له دې لارې د خپل کلونو ارمان سولې ته ورسېږي.

دی وايي: "موږ هیله لرو او افغانانو سره مرسته کوو چې د دوحې د دوه ورځنۍ ناستې څخه ترلاسه شوې مثبتې او رغوونکې پایلې په داسې ډول منسجم کړو چې په لنډ وخت کې د دې شاهدان و اوسو چې افغانان خپلې هغې هیلې ته چې له کلونو راهیسې یې له يو بل څخه جلا کړي او د جګړې د زیاتوالي لامل شوی ورسېږي."

د سولې اووم پړاو خبرې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه په دوحه کې پای ته ورسېدې.

ارشیف، په پکتیا کې یو شمېر وسله وال طالبان
ارشیف، په پکتیا کې یو شمېر وسله وال طالبان

د همدې میاشتې په ۱۶مه او ۱۷ نېټه له افغانستانه تللي ۵۳ کسیز پلاوي چې په کې يو شمېر افغان چارواکي هم شامل وو، د طالبانو له ۱۷ کسیز پلاوي سره د سولې په اړه بحثونه وکړل او د دغو خبرو پای کې دواړو لوریو يو ګډ پرېکړه لیک هم صادر کړ.

د امریکا سفیر د مرکې په لړ کې همدا شان وویل چې امریکا یوازې د طالبانو په خبرو او ژمنو تکیه نه‌کوي او وايي، طالبان باید خپلې ژمنې د افغانستان خلکو ته عملي کړي.

دی وايي:"موږ د طالبانو هغو خبرو ته چې وايي له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ نه کوي او د افغانستان هغه خاوره چې د دوی تر کنټرول لاندې ده امریکا او ملاتړو ته به یې ګواښ نه وي، خو موږ له هغوی غواړو څو دا ژمنې په عمل کې ثابتې کړي او وښيې چې خپلې ژمنې عملي کوي."

زلمی خلیل‌زاد د دوحې له ناستې وروسته چین ته ولاړ او ټاکل شوې چې له هغه وروسته د امریکايي چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه د مشورو لپاره امریکا ته ولاړ شي.

په کابل کې د امریکا سفارت ډاډ ورکوي چې سولې ته له رسېدو وروسته به د نورو تروریستي ډلو د ځپلو لپاره له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG