د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر فيصل: د کرتارپور راهدارۍ پر ۸۰ فيصده خبرو سلا شوي يو


فيصل د جولای پر ۱۴مه وویل له هند سره یې خبرې کړې دي
فيصل د جولای پر ۱۴مه وویل له هند سره یې خبرې کړې دي

پراګ - پاکستان ويلي چې د کرتارپور راهدارۍ په اړه يې له هند سره تر ۸۰ فيصده زياتو خبرو باندې موافقه شوې ده.

د هند او پاکستان چارواکو د جولای پر ۱۴ مه پر واګه پوله خبرې اترې وکړې.

د پاکستان ډلې مشرې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسيا چارو مشر او د وزارت وياند ډاکټر محمد فيصل او د هندۍ ډلې مشري اېل اېس داس وکړه.

دواړو غاړو د سيک زيارت کوونکو لپاره د کرتارپور راهدارۍ پرانیستلو پر بېلا بېلو اړخونو خبرې وکړې.

پاکستان د راهدارۍ په جوړولو د سيکانو په زړه کې د ځان لپاره نرمي پېدا کول غواړي.
ډاکټره عايشه صديقه

تر خبرو اترو وروسته، ډاکټر فیصل خبريالانو ته وويل، دواړه غاړې د راهدارۍ په اړه تر۸۰ فيصده زياتو خبرو باندې سره سلا شوي دي.

نوموړي وويل چې پاتې ۲۰ فیصده خبرو لپاره به د يوې يا دوو نورو غونډو اړتيا وي.

خبريالانو په وار وار د موافقې په اړه د جزيیاتو ورکولو غوښتنه وکړه خو نوموړي ورته وویل چې نړيوال دود دا دی چې د موافقې تر بشپرېدو پورې باید تفصیل په ډاګه نشي.

کرتارپور د پاکستاني پنجاب د ناروال ضلع يو کلی دی. هلته د سيکانو يوه ګوردواره ده چې پکې د هغوی مذهبي مشر ګورونانک د خپل ژوند ۱۸ کلونه تېر کړي ول.

راهداري د هندي پنجاب د سيکانو لپاره جوړېږي.

سيکان د لاهور له لارې تر سلګونه کلومېټره سفر وروسته د ګوردوارې زيارت ته ورځي خو د کرتارپور راهدارۍ له جوړېدو سره به دا لاره څلور نېم کلومېټره شي.

د راهدارۍ په اړه د هندي او پاکستاني چارواکو ترمنځ دا دويمه غونډه وه.

د دواړو هېوادونو خرابو اړيکو او د هندي پنجاب سیاست ته په پام سره کارپوهان د راهدارۍ جوړېدو ته ډېر ارزښت ورکوي.

د دفاعي چارو پوه ډاکټره عايشه صديقه وايي، پاکستان غواړي د راهدارۍ په جوړولو د سيکانو په زړه کې د ځان لپاره نرمي پېدا کړي او هند بيا لېواله دی چې د سيکانو زړونه وګټي.

په هندي پنجاب کې سیکانو په ۱۹۷۰ز لسیزه کې د "خالصتان تحريک" په نوم وسله واله مبارزه پيل کړې وه چې په ۱۹۸۰ز لسيېزه کې تاوتریخوالی زیات شو.

دې ډلې د ۱۹۸۴ز کال په اکتوبر مياشت کې د پخواني هندۍ وزیراعظمې اندرا ګاندي د وژنې ذمه واري ومنله.

نوي دلي هغه وخت تور لګاوه چې پاکستان د خالصتان تحريک تر شا دی خو اسلام اباد به رداوه.

XS
SM
MD
LG