د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او پاکستان د کرتارپور راهدارۍ پر پرانیستلو غږېږي


هندي سیکان د کرتارپور د پرانیستلو پر مهال. خوانی عکس
هندي سیکان د کرتارپور د پرانیستلو پر مهال. خوانی عکس

هندي او پاکستاني چارواکو د مارچ پر۱۴مه سیک زیارت کونکیو ته له وېزې پرته د پولې پورې د تګ راتګ د اسانتیاوو د ورکولو په موخه خبرې پیل کړې دي.

د سیکانو مذهبي مشر بابا ګورو نانک خپل د ژوند ۱۸ کلونه د پنجاب په کرتارپور سیمه کې تېر کړي ول، دا سیمه اوس د پاکستان غاړې ته ده او دغلته د سیکانو مذهبي مزارونه هم دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار وايي، نن پاکستاني پلاوی د هند په خاوره کې دننه سرحدي ښارګوټي« اټاري » ته رسېدلی او د خبرو لړۍ پیل شوې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل چې د پاکستاني پلاوي مشري کوي، خبریالانو ته ویلي، د لارو پرانیستلو موخه وروستۍ دښمني په دوستۍ اړول دي.

د حالاتو سړولو دغه خبرې اترې پر داسې مهال کېږي چې تېره میاشت په هندي کشمیر کې ځانمرګي برید په اټومي وسلو سمبال د دغه دوو ګاونډیانو ترمنځ ترینګلتیا خطرناکه څوکې ته ورسوله.

هند او پاکستان په ۱۹۴۷ز کال له بریتانیا خپلواکي ترلاسه کولو راهیسې د ترخو اړیکو تاریخ لري.

دغو دواړو هېوادونو تر اوسه درې جګړې کړې چې دوې یې پر لانجمن کشمیر کړې او هلته لاهم دواړه غاړې پر یو بل پرله پسې ډزې کوي.

XS
SM
MD
LG