د لاسرسي ځای

تازه خبر

اقبال خټک: پاکستان کې د صحافت د ازادۍ تصور ختم شوی دی


په پاکستان کې د بې پولې خبريالانو سازمان استازی اقبال خټک
په پاکستان کې د بې پولې خبريالانو سازمان استازی اقبال خټک

په پاکستان کې د خبريالانو مرکزي اتحاديي - پاکستان فيډرل يونين اف جرنلسټس – په وینا ، پر ميډيا د غيراعلانيه سنسرشپ ، د ځينو ټلويژن چېنلونو د بندولواو د ځينو اپوزېشن سياستوالو پر مرکو د بنديز پرضد د جولايي په ۱۶مه په ټول هېواد کې د تورې ورځې نمالځلو اعلان کړی دی.

د یادې اتحادیې تر سوري لاندې به د اسلام اباد، پيښور، لاهور، کوټې او د کراچۍ خبريالان احتجاجي غونډې کوي.

د پاکستان د خبريالانو مرکزي اتحاديي د احتجاج پريکړه له هغې وروسته کړې چې د پاکستان يو شخصي ټيليويژن جيو نيوز د روانو چارو پروګرام کېپيټل ټاک کوربه حامد مير پروګرام کې د پخواني ولسمشر او پيپلز پارټۍ شريک مشر اصف علي زرداري مرکه له څو منټو نشرېدو وروسته بنده کړل شوه.

تر هغه وروسته د مسلم ليګ نون د مشرانو په لاهور کې کړې خبري غونډې په بشپړ ډول خپرولو په اړه د ميډيا د نظم ادارې پيمرا ځينو ټیليويژن چينلونو ته نوټس ورکړي.

د دې ترڅنګ د جولايي په ۱۱مه د شخصي ټيليويژن هم نيوز پروګرام کې د مسلم ليګ نون مرسيتالې مشرې مريم نواز مرکه تر دريو منټو خپريدو وروسته بنده کړل شوه.

د پروګرام کوربه نديم ملک پر ټويټر پاڼه ليکلي وو چې دغه مرکه په زوره بنده کړل شوې وه.

د اسلام اباد او راولپنډۍ خبريالانو ټوليني مشر او د پاکستان فيډرل يونين اف جرنلټس غړی مبارک زيب خان وايي، دا وخت په پاکستان کې رسني تر سخت فشار لاندې دي او ځينې ټلیوژن چينلز بند کړل شوي دي.

ده وویل ، “د جولايي په ۱۶مه به په ټول هېواد کې توره ورځ لمانځو. د خبريالانو په مرکزونو کې به توري جنډې ځورنډ وي. د دې ترڅنګ به خبريالان احتجاجي مظاهري هم کوي.”

د مبارک زيب په خبره د هېواد خبريالانو په اسلام اباد کې شوي غونډې کې خپلې اندښنې وړاندي کړې دي.

په پيښور کې د خبريالانو ټولينې مشر سيف الاسلام سيفي وايي، د ځينو خبريالانو پرضد په ټولنيزو رسنيو کې منظم کمپاين شروع کړل شوی دی.

ده وویل ، “ کارکن او فعال تنظميونه اخر پر احتجاج مجبوره شو. دا ځکه چې غير اعلانيه سينسرشپ او خبريالانو ته دړکې ورکول کېږي.”

سيف الاسلام سيفي وویل دوي له حکومته غوښتنه کوي و چې دا کارونه دې بند کړي شي.

د پاکستان وفاقي کابيني هم په روانه مياشت کې فيصله کړې وه چې په ميډيا کې به د هغو کسانو مرکې نه خپريږي چې پري مقدمي روانې دي او يا سزا شوي دي.

په پاکستان کې د بې پولې خبريالانو سازمان استازی اقبال خټک وايي، په هېواد کې دننه د صحافت د ازادۍ تصور ختم شوی دی.

ده وویل چې حکومت د هغو اوازونو خاموشه کولو کوشش کوي چې د هغوي بيانيي پرضد خبري کوي.

اقبال خټک وویل ، “ د پاکستان اساسي قانون کې دا خبره نشته چې پر چا مقدمه وي نو د هغه ټول بشري حقونه ختم شي. دا له ايين څخه سرغړونه ده.”

خو د واکمن تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړی ډاکټر حيدر علي وايي، خبريالانو ته مکمله ازادي ترلاسه ده خو بايد ميډيا قامي ګټې په پام کې ونيسي.

د وويل ، “ هر تن د ازادۍ ټکي څخه خپل مطلب اخلي. د ازادۍ دا معنا نه ده چې قامي ګټي به په پام کې نه نيسې. په پاکستان کې تر اوويا زيات ټليويژن چينلونه دي او ټولو ته د رايې ازادي ترلاسه ده.”

د پاکستان خبریالان تور پورې کوي چې د دوي په وینا د غيراعلانيه سنسرشپ ترڅنګ په تير يو کال کې په لسګونو خبريالان او د ميډيا کارکونکي له نوکريو لرې کړل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG