د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ځینو سیمو کې سېلابونه راتلای شي: سید مشتاق


پاکستان کې د سېلابونو پخوانی عکس
پاکستان کې د سېلابونو پخوانی عکس

په پاکستان کې د موسمیاتو د محکمې د پېښور څانګې مشر سید مشتاق علي شاه وایي د تودوخې درجې د لوړېدو یا درجه حرارت زیاتېدو له کبله په غرونو کې د واورو وېلیکېدل پېل شوي دي چې ورسره په سیمه کې د سیلابونو امکان شته.

ده وویل ، “په ځینو سیمو لکه سوات او چترال کې سېلابي بارانونه راتلای شي، په کوهستان او بره دیر کې هم سیلابي بارانونو تاوانونه ورسول ،د کالام په مټلتان کې د کمر ښوییدو پېښه وشوه، چترال کې هم داسې پېښه وشوه او زموږ د مالوماتو له مخې پر غرونو د واورو ویلیکېدل د عادي حالت نه زیات شوي نو ځکه موږ په ځینو سیمو کې د سېلاب خبرداری ورکړ.”

د جولايي پر اتمه د چترال په ګولن سیمه کې سیلابي اوبو په ګڼو کلیو کې خلکو ته تاوانونه ورسول او د جولايي پر ۱۱مه د کالام په مټلتان سیمه کې پر یو کور د کمر ښوېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ کسان ووژل شو.

د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم ادارې - پي ډي اېم ای -ډایریکټر جنرل پروېز خان وایي د صوبې د موسمیاتو محکمې ورسره د ممکنه سیلابي بارانونو په اړه مالومات شریک کړي دي.

ده مشال راډیو ته وویل ، “ زموږاداره د صوبایي حکومت ، ضلعي حکومتونو، پوځ او نورو امدادي ادارو سره په ګډه کار کوي او موږ خپله تیاري کړې ده.”

پرویز خان وویل چې د چترال په پېښه کې یې همپوځ ته د مرستو خواست کړی وو او د کلي خلک او سیلانیان یې خوندي ځایونو ته رسولي وو.

په سوات کې د پرمختیایي چارو کارپوه شوکت شرر وایي اکثره وخت حکومت په سیمه کې د ممکنه سېلانونو په اړه هیڅ منصوبه بندي نه کوي.

ده وویل ، “ تر ۲۰۱۰ م کال وروسته خلک د ممکنه سېلابونو په اړه پوهه ديخو د تاوانونو د مخنیوي لپاره هیڅ منصوبه بندي نه کوي، حکومت ته هم مالومه ده، خو په اړه یې د پوهاوي او یا د منصوبه بندۍ چې څنګه به د سیلابونو زور او تاوانونه کمولای شي هیڅ پاملرنه نه کوي.”

د کالام د یو ځایي هوټل مشر نوید احمد وایي زیاتره وخت تر سیلابونو وروسته خلک هم پر هغو ځایونو بیا خپل کورونه او دوکانونه جوړ کړي، ځکه څوک خپل ځایونه پرېښودل نه غواړي.

د پېښور پوهنتون د ماحولیاتي علومو استاده ډاکټر بشرا خان وایي په ټولنه کې د ماحول په اړه د عامه پوهاوي په موخه هیڅ کار نه کیږي.

نوموړې وویل ، “ زموږ په شمال کې همالاین ګلیشییرز دي، چې د تودوخې درجه لوړیږي نو دغه هم ویلیکیږي،بل ځنګلونه ختمیږي،نو لکه د ۲۰۱۰ م کال غوندې سېلابونه بیا هم راتلای شي”.

د موسمیاتو د محمکې پېښور څانګې مشر سید مشتاق علي شاه وایي په چترال، سوات ، بره دیر، کوهستان او د مانسهرې پورتنیو سیمو ته یې د ممکنه سیلابونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG