د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په واده کې د ځانمرګي برید مړي نهه تنه شول


جلال اباد - د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د یوه واده پر وراباڼو د شوي ځانوژونکي برید مړي نهه تنه شول او ټپیان لس تنه دي چې د پنځو حالت هم پکې نازک ښودل کېږي.

چارواکي وايي، برید د جولای پر ۱۲مه، سهار وختي د پچیر او اګام ولسوالۍ په کوز پچیر کې د یوه قومي مشر ملک تور د وراره د واده پر مېلمنو شوی دی چې پکې خپله ملک تور هم وژل شوی دی.

د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، ځانمرګی بریدګر یو تنکی ځوان وو، د نوموړي په خبره د پېښې پر مهال په هوجره کې زیات خلک چې واده ته ورغلي ول، موجود ول.

د ده په خبره، ژوبل کسان د ننګرهار حوزوي روغتون، د پچیر او اګام او چپرهار ولسوالیو کلینیکونو ته رسول شوي.

خوږیاڼی زیاتوي چې په ژوبلو کې د ځینو روغتیايي حالت خراب دی.

په سیمه کې یوې امنیتي سرچیني ازادي راډیو ته د وژل شویو شمېر نهه تنه ښودلی دی. دغه سرچیني ویلي دي چې د دوی د لومړنیو څېړنو له مخې ځانوژونکی بریدګر به شااوخوا ۲۱ کاله عمر درلود.

پچیر او اګام ناامنیو ځپلې ولسوالي ده. سرچیني دا هم وویل چې په دا وروستیو کې په دې ولسوالۍ کې بمې چاودنې ډېرې شوي دي او دا په روانه میاشت کې څلورمه بمې حمله ده.
د ملک تور په اړه ویل کېږي چې په سیمه کې یې د پاڅونوالو مسولیت پر غاړه درلود.
په دې پېښه کې وسله والو طالبانو لاس لرل رد کړي دي خو هېڅ بلې وسله والې یې هم مسولیت نه دی منلی.

په هغه سیمه کې له څو کلونو راهیسې د داعش ډلې وسله وال فعال ول چې پر ضد یې افغان امنیتي ځواکونو عملیات وکړل.

XS
SM
MD
LG