د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګلېنډ او نیوزي لېنډ د کرکټ نړیوال کپ پایلوبې ته وتلي


په نړیوال کپ کې د شاملو لوبډلو کپتانان
په نړیوال کپ کې د شاملو لوبډلو کپتانان

پراګ - کوربه انګلېنډ په دویمه نیمه پایلوبه کې اسټرالیا ته په اته وکټونو ماتې ورکړه او ځان یې فاینل ته ورساوه.

اسټرالیا پچه وګټله او لومړی یې بېټنګ وکړ خو هغسې بازۍ یې ونکړه لکه څنګه چې یې په تېرو لوبو کې کړې وه او یا هم تمه ورڅخه کېده.

د اسټرالیا ټول لوبغاړي په ۴۹ اورونو کې د ۲۲۳ منډو له جوړولو وروسته اوټ شو.

سټیو سمیت ۸۵ منډې وکړې خو نورو لوبغاړو ورسره ملګرتیا ونه پالله.

د انکلېنډ له خوا ټولو بالرانو په زړه پورې بالنګ وکړ خو عادل رشید او کریس ووکس درې درې وکټونه واخیستل.

د انګلېنډ لوبډلې د ۲۲۴ منډو هدف په ۳۳ اورونو کې په ډېره اسانۍ سره د یوازې دوو لوبغاړو په سر پوره کړ.

فاینل ته وتلې بله لوبډله نیوزي لېنډ ده کومې چې د جولايي پر ۱۰مه هند ته تر دلچسپه لوبه وروسته ماته ورکړې وه.

انګلېنډ او نیوزي لېنډ به د جولايي پر ۱۴مه د کرکټ په تاریخي میدان کې یو بل ته مخامخ وي.

انګلېنډ تر اوسه درې ځله او نیوزي لېنډ یو ځل د کرکټ د نړیوال کپ پای لوبې ته وتلي خو یوه هیواد هم تر اوسه نړیوال کپ نه دی ګټلی.

تر اوسه د کرکټ ۱۱ نړیوال کپونه شوي چې اسټرالیا پکې پنځه ، هند او ویسټ انډیز دوه دوه ، پاکستان او سري لنکا یو یو ځل ګټلی دی.

XS
SM
MD
LG