د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کاندیدان وايي د بکاخېلو کیمپ ته یې نه پرېږدي


په بنو کې د بې کوره کړل شوو خلکو کېمپ

پراګ: د خیبر پښتونخوااسمبلۍ ته له شمالي وزیرستانه ولاړ ځینې کاندیدان وايي ، د دوي د حلقو یو لوی شمېر کسان په بکاخېل کېمپ کې اباد دي خو حکومتي ادارې دوي هلته د کمپاین لپاره نه پرېږدي.

دوي وايي ، هم د نورو سیمو د کاندیدانو په څېر دوي حق لري چې ټول ولس ته د ووټ غوښتلو لپاره ورشي او هم په کېمپ کې مېشت کډوال د ملک د نورو وګړو په حېث د سیاسي فعالیت حق لري.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولو قبایلي ضلعو کې د ۲۰مې جولايي انتخاباتو لپاره خپلو کمپاینونو ته دوام ورکړی دی.

د شمالي وزیرستان له ۱۱۲م حلقې ولاړ ازاد امېدوار میرکلام وزیر وايي ، دی د جولايي پر ۱۱مه ورغلی وو چې د کېمپ مېشتو خلکو ته خپل پروګرام وړاندې کړي خو د کېمپ انتظامیې اجازه ورنکړه.

ده وویل ، “ دا کېمپ نه دی د اوسېدو ، دا یو جېل دی چې خلک یې پکې بند کړي دي. دوي دا نه پرېږدي چې دننه حالات خلکو ته مالوم شي ، د انساني حقونو لپاره کارکونکي ، خبریالان او زموږ په څېر سیاسي خلک هلته نه پرېږدي.”

د عوامي نشنل ګوند یو ځايي مشر حاجي صمد مشال راډیو ته وویل ، په بکاخېل کېمپ کې مېشت خلک له سیاسي او جمهوري حقونو بې برخې کړل شوي دي.

ده زیاته کړه ، “ زموږ شکایت دا دی چې هلته موږ ته د کمپاین اجازت نشته ، چې موږورشو نو دوي وايي یوه ورځ وړاندې به اجازه اخلی او بیا چې موږ د اجازت لپاره ورشو نو دوي مو یو بل چارواکي ته لېږي او بیا راته ووايي چې دلته د سیاسي فعالیت هیڅ اجازت نشته”.

د جمعیت علما اسلام ف ډلې مخکښ او د قومي اسمبلۍ غړي مفتي عبدالشکور مشال راډیو ته وویل ، د بکاخېل کېمپ په ګډون باید په ټولو قبایلي ضلعو کې انتخابات شفاف وي.

مفتي عبدالشکور وویل ، “ ایجنسیو ته په کار ده چې بې طرفه و اوسي. په پاکستان کې همېشه ایجنسۍ په دې کې بدنامه راغلې دي. نو موږ وایو چې د راتلونکي لپاره دې د قبایلي ضلعو په ټاکنو کې غیرجانبداره و اوسي چې له وړاندې د ایجنسيو نوم ته کوم زیان رسېدلی دی چې هغوي نورې بدنامه نه شي هغه ځکه چې دوي د وفاق علامت دي او دوي چې داسې ځان بدناموي نو دا د ملک لپاره د تاوان سبب دی.”

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د جوړ دې کېمپ امنیتي چارې د پوځ په لاس کې دي او نور انتظام یې په قبایلي ضلعو کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره پر مخ وړي.

د یادې ادارې له خوا د کېمپ د انتظامي چارو مشر عمران وزیر مشال راډیو ته وویل حکومتي چارواکي په کېمپ کې د سیاسي هلي ځلو اجازه نه ورکوي.

عمران وزیر وویل ، “د هغه اجازه نشته او وړاندې په دې اړه څه خبرې شوې وې خو موږ ته لا هم څه هدایات نشته او زه فکر نه کوم چې هلته دې د جلسې او جلوسونو اجازه ورکړل شي.”

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د خیبر پښتوخوا څانګې ویاند سهېل احمد مشال راډیو ته وویل ، دوي په کېمپ کې مېشتو خلکو لپاره د رایو اچولو مرکز هلته په ډګري کالج کې جوړ کړی دی.

سهېل احمد زیاته کړه چې “ په ۲۰۱۸م کال کې هم په کېمپ کې دننه د هلکانو ډګري کالج کې ووټونه اچول شوي وو او دا ځل هم هلته د رایو اچولو لپاره انتظام شوی دی.”

په قبایلي ضلعو کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې له ویاند احسان داوړ څخه مې وپوښتل چې ولې په کېمپ کې مېشت خلک خپلو سیمو ته نه لېږي چې په ازاده توګه سیاسي هلې ځلې وکړي.

هغه وویل ، “پوځ لا هم د دته خېلو او شوال سیمه پاکه نده اعلان کړې او چې کله داسې وشي نو بیا به په کېمپ کې مېشت ټول خلک خپلو سیمو ته لېږو”.

په قبایلي ضلعو کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي چې لا هم ۲۰۴۰ کورنۍ په دې کېمپ کې مېشتې دي.

دا هم په هغو څه باندې یو میلیون خلکو کې شامل دي چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له خوا د ضرب عضب په نامه عملیاتو له کبله بې کوره کړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG