افغان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ ملي لوبغاړی افتاب عالم یې د یو کال لپاره له هر ډول لوبو منع کړی دی.
د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افتاب عالم د کرکټ د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام د سیالیو پرمهال د کرکټ له قانونه سرغړونه کړې.
د کرکټ په دې افغان لوبغاړي تور دی چې د کرکټ په نړیوال جام کې یې د کرکټ د دسپیلن له قوانینو سرغړونه کړې له همدې امله د کرکټ د نړیوالې شورا له له لوري د نړیوال جام له وروستیو دریو سیالیو هم وویستل شو.
د یو بل خبر له مخې افغان کرکټ بورډ وایي، لطف الله ستانکزی د افغانستان د کرکټ بورډ د اجراییوي رییس په توګه وټاکل.
د کرکټ بورډ د اعلامیې پر بنسټ دې څوکۍ ته ۱۷ کسانو غوښتنلیکونه سپارلي وو چې له ډلې یې ۱۱ کسان د کاري مرکې لپاره غوره شوي وو او بالاخره د جولای پر ۱۰مه د دوی له منځه لطف الله ستانکزی د کرکټ بورډ غړیو د نوي اجراییوي رییس په توګه غوره کړ.