د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپينه ماڼۍ: ټرمپ به له عمران سره پر ۲۲م جولای ویني


سپینې ماڼۍ تایيد کړی چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان به د جولایۍ پر ۲۲ مه نېټه له امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ویني.

دا خبره سپیني ماڼۍ د جولايي پر ۱۰ مه نېټه په یوه خبر پاڼه کې کړې ده.

بيان زياتوي چې ملاقات به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر پياوړلو متمرکز وي چې دارنګه په هغه سيمه کې چې شخړه يې ليدلې سوله، ثبات او اقتصادي خوشالي راوستل شي.

په بيان کې ويل شوي چې په ليدنه کې به د ترهګرۍ ضد هڅو په ګډون د دفاع، انرژۍ او سوداګرۍ پر چارو هم خبرې کېږي.

عمران خان به په افغانستان کې د سولې، ثبات او ددې هېواد د ستونزې د سياسي حل په لړ کې د تعميري خبرو اترو پر اهميت د پاکستان د ژمنتيا يادونه کوي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت هم د جولای پر ۱۰ مه نېټه ناوخته پر خپل ويبسايټ ليکلي چې عمران خان به د ولسمشر ټرمپ په بلنه د جولای له ۲۱ بيا تر ۲۳ مې پورې د امريکا سفر کوي.

بيان زياتوي چې د جولای پر ۲۲ مه نېټه به عمران خان پر دوو اړخيزو او سمه ييزو چارو له ولمسشر ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې خبرې اترې کوي.

په بيان کې ويل شوي چې عمران خان به په افغانستان کې د سولې، ثبات او د دې هېواد د ستونزې د سياسي حل په لړ کې د تعميري خبرو اترو پر اهميت د پاکستان د ژمنتيا يادونه کوي.

دا به په واک کې تر راتلو وروسته د عمران خان امریکا ته لومړی سفر وي.

سپينې ماڼۍ او پاکستان دا بيانونه په داسې حال کې ورکړي چې تر دې وړاندې د جولای پر نهمه نېټه د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياندې د ملاقات په اړه ناخبري وښودله.

د اوونيزې خبرې غونډې پر مهال د عمران خان د مصروفيتونو د مهالوېش په اړه د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياندې مورګن اوټرېګس وويل: ''څومره چې زه خبره يم د عمران خان سفر لاهم سپینې ماڼۍ نه دی تاييد کړی، ما هم ستاسو په شان په دې اړه راپورونه لوستي خو د تاييدولو او يا نه تاييدولو په اړه به له سپینې ماڼۍ سره تماس ونيسم.''

تر دې وروسته په پاکستان کې اپوزيشن او ځينو نورو پر حکومت تنقيدونه او طنزونه وکړل.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياندې تر څرګندونو وروسته د جولايي ۱۰ مې ڼیټې سهاروختي د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر فيصل پر خپله ټويټر پاڼه وليکل چې دوی د وزيراعظم د سفر د ګنګوسو په حقله له احتياطه کار اخلي او له امريکا سره په تماس کې دي او په دې اړه به پر مناسب وخت رسمي اعلان وشي.

وزیر اعظم عمران خان امریکا ته په داسې حال کې سفر کوي چې د اسلام اباد او واشنګټن تر مینځ اړیکې ترینګلې دي.

امریکا پاکستان هغو ترهګرو ته په پناه ورکولو تورونوي چې په افغانستان کې بریدونه کوي خو پاکستان تل دا الزامونه رد کړي دي.

د واک ترلاسه کولو وروسته ولسمشر ټرمپ د پاکستان پوځي مرستې ځنډولې وې.

خو د افغان سولې په لړ کې د طالبانو له امريکايي او افغان سياستوالانو او فعالانو سره د خبرو اترو پېلېدو وروسته د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ تعلقات لږڅه مخ په ښه کېدو دي.

امريکا او افغان چارواکو به تل له پاکستانه غوښتل چې افغان طالبان دې مذاکراتو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG