د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايان طالبانو سره "جوړجاړي ته ډېر نيزدي دي"


طالبان او امريکايانو له تېرو شپږو مياشتو راهيسې خبرې کوي
طالبان او امريکايانو له تېرو شپږو مياشتو راهيسې خبرې کوي

افغان چارواکي وايي امريکايان د طالبانو سره سياسي روغې جوړې ته تر بل هر وخت ډېر نيزدي دي. دوی زياتوي چې امريکايانو ورسره د هغه هوکړه ليک متن شريک کړی چې دوی د طالبانو سره موافقې لپاره تیار کړی دی.

يو افغان چارواکي د موضوع د حساسیت له کبله، د نوم نه خپرولو په شرط د جولای په اتمه مشال راډيو ته وويل چې په دې متن کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د مهالويش، افغان حکومت سره د طالبانو مذاکراتو او اوربند په اړه معلومات شته. په دې متن کې راغلي چې امريکايي پوځيان به په مرحله وار شکل هغه وخت له افغانستانه وتل پېل کړي چې طالبان افغان حکومت سره خبرو ته راضي شي.

يو افغان چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ممکنه مذاکرات ښايي په اګست يا سپتمبر کې د جرمني په کوربه توب وشي او د پرېکړو د عملېتوب ضمانت به ملګري ملتونه کوي.

بلخوا د افغانستان سولې لپاره امريکې بهرنيوو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خليلزاد پرون مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې د جولای په نهمه د طالبانو سره په قطر کې تر دمې وروسته بيا خبرې کوي.

د هغه په وېنا پر ډېرو مسايلو موافقه شوې خو لا هم آخرې پرېکړې ته رسېدل پاتې دي.

نوموړي زياته کړه: ((هيله لرو چې نور پرمختګ هم وشي. پر ډېرو شيانو پرمختګ شوی دی. دا ضرور نه ده چې پر دې به آخري فېصله يا هوکړه په همدې غونډه کې وشي خو هيله مو شته دی.))

دا مهال ناټو په افغانستان کې نيزدي ۱۴۰۰۰ پوځيان او نظامي سلاکاران لري چې ډېری یې امريکايان دي. تر دې مخکې طالبانو ويلي وو چې د دې پوځيانو ويستلو لپاره د يو مهال ويش ټاکل لويه مسله ده چې بايد حل يې راوويستل شي.

طالبانو په پرله پسې ډول د افغان حکومت سره له کښېناستو انکار کړی. دوی د جګړې اصلي لوری امريکا بولي. افغان حکومت بيا طالبان د پاکستان سره پر اړيکو تورنوي خو اسلام اباد ادعا کوي چې دوی پر طالبانو خپل محدود اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي.

XS
SM
MD
LG