د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ګوزڼ نوې پېښې


کراچي کې ماشوم ته ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي (ارشيف)
کراچي کې ماشوم ته ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي (ارشيف)

په پاکستان کې د ګوزڼ د مخنیوي ادارې ویلي په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د جولای پر اتمه د ګوزڼ څلور کېسونه رپورټ شوي دي چې دا راز په دې هېواد کې سږ کال تر اوسه د ګوزڼ کېسونو شمېر۴۱ ته ورسېده.

دا چې د بیا بیا کمپاینونو باجود له پاکستانه د ګوزڼ خاتمه ولې نه کېږي، د خېبر پښتونخوا د حفاظتي وېکسونو د څانګې مشر ډاکټر محمد اکرم شاه په دې اړه د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل، چې حکومتونه بدل شي نو په هغې پسې راتلونکې کال کې عموماً د ګوزڼ کېسونه زیاتېږي.

"که موږ د ۲۰۰۸م کال انتخابات وګورو نو په ۲۰۰۹م او ۲۰۱۰م کلونو کې د ګوزن کېسونو کې اضافه شوې وه. بیا د ۲۰۱۳م کال له انتخاباتو وروسته په ۲۰۱۴م کال کې په پاکستان له ۳۰۰ زیات د ګوزڼ کېسونه رپورټ شوي ول. د ۲۰۱۸ م کال له انتخاباتو وروسته هم موږ اندیښمن وو چې د ګوزڼ کېسونه به زیاتېږي. او تاسو کتل چې دغه اضافه مخې ته راغله. د دې علت دا دی چې حکومتونو د بدلون په وخت د ګوزڼ مخنیوي پروګرام د حکومت توجو کمېږي. دا راز د دې پورګرام مشران او د روغتیا د څانګې اعلا چارواکي هم بدلېږي چې په نتیجه کې یې د ګوزڼ د خاتمې په عمل ډېر اثر وغوځېږي."

ډاکټر محمد اکرم شاه زیاتوي په دې موده کې د ګوزڼ کمپاینونو پرضد کارکوونکيو عناصرو ته هم موقع په لاس ورشي چې په نتیجه کې یې خپلو ماشومانو ته د وېکسیونو ورکولو نه د انکاریانو شمېر هم زیات شي.

خو په خېبر پښتونخوا کې د ویکسینو د ادارې یو بل چارواکي ډاکټر شبیر احمد په دې اړه وویل چې د ګوزڼ د خاتمې لپاره یوازې د وېکسینو ورکولو کمپاینونه کافي نه دي.

"دا وېکسین په ماشومانو کې د ناروغیو پرضد قوت مدافعت مضبوطوي خو که د ماشومانو صحت کمزوری وي نو بیا یې ګټه هم کمه وي. پکار دا ده چې ماشومانو ته متوازن خوراک ورکړل شي او د دوی صفایۍ ته پام وکړل شي نو هله به کمپاینونه بریالي کېي."

ډاکټر شبیر احمد زیاتوي چې که مېندې، پلرونه او کورنۍ دا خبرې په پام کې ونیسي او په دې لړ کې د روغتیا له څانګې سره سمه همکاري وکړي نو د پولیو رنځ په اسانه له دې هېواده ختیمېدلای شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG