د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ چیېرمېن پرضد د بې باورۍ قرارداد


د سېنېټ چیېرمېن صادق سنځراڼی

په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونو نن د جولای پر نهمه د سېنېټ چیېرمېن صادق سنجراني (سنځراڼي) پرضد د عدم اعتماد قرارداد او د سېنېټ غونډه رابللو درخواست جمع کړ.

د پاکستان په پارليمان کې د اپوزيشن ګوندونو پر استازیو مشتملې رهبر کمېټۍ د جولای پر پنځمه په اسلام اباد کې په خپله لومړنۍ ناسته کې پرېکړه کړې وه چې پر نهم د جولای به د سېنېټ چېرمېن پرضد د بې باورۍ قراداد وړاندې کوي.

د رهبر کمېټۍ غړی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ مشال راډيو ته وويل د سېنېټ چیېرمېن صادق سنځراڼي پرضد د بې باورۍ قرارداد چې پرې ۴۰ سېنېټرانو لاسلیکونه کړی ول نن د نهې پر ورځ راجه ظفر الحق او شيري رحمن پشمول ځينو نورو سېنېټرانو په سېنټ سيکرټريټ کې جمع کړ.

د نوموړي وينا وه، پر ۱۱م جولای به د رهبر کمېټۍ پر دوهمه غونډه کې پرېکړه کوي چې اپوزيشن له خوا به د سېنېټ د مشرۍ لپاره کانديد څوک وي.

د عثمان کاکړ په وینا هيله مند دی چې په اسانۍ سره به دوی خپل چېرمېن راولي ځکه چې د اپوزيشن ګوندونو د سېنېټرانو شمېره په سېنېټ کې د حکومت او د هغوی تر اتحاديانو زياته ده.

دا وخت د پاکستان په سېنېټ کې د سېنېټرانو شمېره يو سل څلور ده او د چیېرمېن لرېکولو لپاره اپوزيشن ګوندونو ته درې پنځوس ووټونه پکار دي خو پاکستانۍ رسنۍ وايي اپوزيشن ګوندونو د سېنېټرانو شمېره څلورشپيته جوړېږي چې پکې د پاکستان مسلم ليګ ن د سېنېټرانو شمېره ۳۰ ده، د پاکستان پيپلز ګوند ۲۰، د متحده مجلس عمل شپږ، نېشنل پارټۍ پنځه، پښتونخوا ملي عوامي ګوند دوه او د عوامي نيشنل ګوند يو سېنېټر په ايوان کې موجود دی.

بلخوا د حکومت او د هغوی د اتحادي سېنېټرانو شمېره څلوېښت جوړيږي چې پکې د پاکستان تحريک انصاف ۱۷، بلوچستان عوامي پارټۍ ۱۱، متحده قامي مومنټ پنځه، د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل او ګرېنډ ډېموکرېټک الاينس يو، يو او پنځه ازاد سېنېټران شامل دي.

د رهبر کمېټۍ يو بل غړی او د قامي وطن پارټۍ يو مخکښ هاشم بابر بيګا ناوخته مشال راډيو ته ويلي ول مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند سره په دې سلا شوې ده چې راتلونکې چېرمېن به د مسلم ليګ ن نه وي او د پيپلز ګوند مرستيال چېرمېن سليم مانډوي والا به پر خپلځای کار کوي.

مشال راډيو چې کله د قانوني چارو پوه نورعالم خان نه تپوس وکړو که اپوزيشن ګوندونه خپل يو غړی د سېنېټ چیېرمېن جوړ کړي نو په راتلونکې کې حکومت لپاره څه ډول ستونزې جوړېدلی شي نو نوموړی وايي که په سېنېټ کې اپوزيشن په اکثريت کې شو نو بيا د حکومت لپاره به ډير مشکلات جوړېږي ځکه چې اپوزيشن به يې نه خو بلونه پاسولو او نه قانون سازۍ ته پريږدي او دا به د حکومت د ناکامۍ يوه غټه وجه وي.

د ذکر ده چې د سېنېټ موجوده چېرمېن صادق سنځراڼی د تېر کال په ۱۲ مارچ د پاکستان پيپلز ګوند او پاکستان تحريک انصاف په مرسته ۵۷ ووټونه اخیستی وو او د نوموړي په مقابله کې د مسلم ليګ ن اميدوار راجا ظفر الحق ۴۶ ووټونه اخیستي ول.

د جون په ۲۶مه په اسلام اباد کې اپوزيشن په خپلې ګڼ-ګونديزه غونډه کې فیصله کړې وه چې د سېنېټ چیېرمېن لرېکولو سره سره د جولای پر ۲۵مه نېټه به په ټول ملک کې احتجاجي مظاهرې کوي. د ۲۰۱۸ کال د جولايي په ۲۵مه ېيټه په ملک کې عام انتخابات شوي ول چې په نتيجه کې پاکستان تحريک انصاف واک ته رسېدلی وو.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG