د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ چیېرمېن او مرستیال چیېرمېن پېژندګلو


د پاکستان سېنېټ خپل نوی چیېرمېن صادق سنجراني (سنځراڼی) او مرستیال سليم مانډوي واله وټاکلو. د دغه دواړه څوک دي او له کوم ځايه دي؟

د سېنېټ اتم منتخب چیېرمېن صادق سنجرانی د ۱۹۷۸ کال د اپرېل په ۱۴مه نېټه د بلوچستان چاغي ولسوالۍ په نوکونډي سیمه کې زوکړی دی او ابتدايي تعليم یې هم په نوکونډي کې کړی دی. نورې زده کړې او د ماسټرې ډګري یې د اسلام اباد له يوه پوهنتونه کړې دي.

صادق سنجرانی يو کاروباري شخصيت دی او د بلوچستان علاوه په دوبۍ کې يې هم کاروبار شته.

هغه په ۱۹۹۸ م کال کې د پخواني وزير اعظم نواز شریف رابطه کار پاته شوی او بیا چې کله په ۲۰۰۸م کال کې د پاکستان پيپلز ګوند په مرکز کې په واک کې راغلو نو هغه د وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني کوارډينېټر وو.

صادق سنجرانی د پاکستا ن پيپلز ګوند د شريک چیېرمېن آصف زرداري سره نيږدې تعلقات لري او هم هغه د سېنېټ د چیېرمېن لپاره د ده نوم غوره کړی وو.

د مرستیال چیېرمېن پر څوکۍ نوی منتخب شوی سليم مانډوي واله د ۱۹۵۹ ز کال د جنورۍ په ۲۵ مه نېټه په کراچۍ کې پيدا شوی. د هغه تعلق له يوې لوېې کاروباري کورنۍ سره دی.

مانډوي واله له ۲۰۰۸م کال تر ۲۰۱۳ م کاله د پاکستان د سرمایه کاري بورډ مشر پاته شوی. په ۲۰۱۲ز کال کې هغه له سیند صوبې سېنېټر منختب شو او بیا د پيپلز ګوند په حکومت کې د خزانې وزير مملکت وټاکل شو، خو بیا د هغه وخت د وزير خزانه عبدلحفیظ شیخ له مستعفي کېدو پس د خزانې وزير وټاکل شو.،

سليم مانډوي واله د امریکا په ټېکساس ریاست کې د فورټ ورت له هوابازي سکوله فارغ شوی دی خو په پاکستان کې د سينېما او جايدادونو کاروبار کوي.

XS
SM
MD
LG