د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې بین الافغاني کانفرانس پرېکړه لیک


د دوحې غونډې عکس
د دوحې غونډې عکس

د ۲۰۱۹ز کال د جولای میاشتې پر ۷ ـ ۸ نېټه په پلازمېنه دوحه کې د سولي لپاره د بین الافغانی کانفرانس ګډه اعلامیه بېګا ناوخته خپره کړل شوه.

د قطر او جرمني په ګډ کوربتوب په دغو دوو ورځنیو خبرو اترو کې افغان سیاستوالو، مدني ټولنو، ښځو او د طالبانو استازیو ګډون کړی وو.

ګډ پرېکړه‌لیک:

لومړی: د بین الافغاني کنفرانس ټول ګډونوال بشپړ اتفاق لري چې په هېواد کې تلپاتې سراسري او باعزته سوله چې د افغانستان د ټولو وګړیو غوښتنه ده، د صادقانه همه شمولو بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې شونې ده.

دوهم: افغانستان یو متحد، اسلامي هېواد او د ټولو میشتو وروڼو قومونو مشترک کور دی. د اسلامي نظام حاکمیت، اجتماعي او سیاسي عدالت، دوګړیو اساسي حقوق، ملي وحدت، خپلواکي او ارضي تمامیت هغه ارزښتونه دي چې ټول افغانان ورته ژمنتیا لري.

درېم: افغان ولس چې په تېر تاریخ او په تېره بیا په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې د خپل دین، هېواد، فرهنګ او خپلواکۍ د دفاع لپاره ډېرې سرښندنې کړې دي، ټول نړیوال، سیمه ایز او کورني جهتونه دي زموږ د ملت لوړو ارزښتونو ته په احترام قائل شي. د دې لپاره چې په راتلونکې کې افغانستان بیا د جګړو او بحران شاهد ونه اوسي، بین الافغاني تفاهم او د هېواد د بېلابېلو قشرونو ترمنځ پوهاوی یو مبرم ضرورت دی. نړیوال، سیمه ییز او ټول داخل اړخونه د دې بهیر ملاتړ ته رابولو او تقویه یې د ټولو په خیر ګڼو.

څلورم: دا چې د جګړې په اوږدیدلو سره هره ورځ زموږ ولس متضرر کیږي نو سولې او د بین الافغاني مؤثرو مذاکراتو ته د زمینه سازۍ لپاره لاندې اقدامات ضروري بولو:
الف ــ د جګړې ښکیل اړخونه دې د ګواښونو، انتقامي تهدیدونو او جګړه ییزو ادبیاتو پرځای په خپلو رسمي بیانونو کې له نرمې ژبې کار واخلي.
ب ــ دسولي ناستي ټول ګډونوال له امریکاسره په قطر کي د روانو مذاکراتو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د روانې ټپلې جګړې په پای ته رسولو کې یې موثر او مثبت قدم بولي.

پنځم: د دې لپاره چې زموږ ولس د جګړې له زیانونو خوندي او د جګړې ناخوالې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته اود سولي لپاره داعتماد بهتره فضاءجوړه شي د جګړې ښکیل اړخونه دې لاندې اجراآت ترسره کړي.
الف ــ د سپین ږیرو، معیوبو او ناروغو بندیانو بې قید او شرطه خوشې کول.
ب ــ د هېواد په ټولو سیمو کې د ولسي ګټو بنسټونو لکه، د دیني او مذهبي مرکزونو، روغتونونو، بازارونو، د اوبو بندونو او کارځایونو د امنیت تضمین.
ج ــ په ځانګړې توګه د تعلیمي بنسټونو لکه ښوونځیو، مدرسو، پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو حریم ته درناوی.
د ــ د ملکي خلکو د عزت، ژوند، مال او کورونو ساتنې ته ژمنتیا او ملکي تلفات د صفر کچې ته راښکته کول.

شپږم: د اسلامي اصولو سره سم د تعلیم، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د ښځو د حقوقو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او همدارنګه دمذهبي اقلیتونو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ.

اوم: د دوحې کانفرانس ګډونوال توافق لري چې د سولې تګلاره به په لاندینیو مواردو څرخي:
الف - په افغانستان کې پر اسلامي نظام توافق.
ب - د سراسري سولی د پیل په شرایطو او عملي کېدو.
ج - د سولې تړون د موادو پر پلي کیدو او څارنې.
د - د بنیادي بنسټونو، دفاعی او نورو ملی نهادونو چې د ټولو افغانانو ملکیت دی، د سولی له توافق څخه ورسته په اړیني اصلاح خوندیتوب او غښتلتیا.
ه - د افغان کډوالو او د جنګ له کبله د داخلي بېځایه شویو کورنیو خپلو سیمو ته پر بیرته ستنېدلو.
و - له مرستندویه ھېوادونو سره د سولې د تړون وروسته د مرستو د نوې ھمکارۍ او اړیکو پر شرایطو.
ز - د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس کې د نړیوالو ضمانتونو سره د افغانستان د سولې پر توافقاتو تائید.
ح - په نړیوال کنفرانس کې د سیمې، ګاونډیو او نورو ھېوادونو له لورې په افغانستان کې د نه لاسوھنې ژمنې او توافق باندې ټینګار کوي.

اتم ــ موږ دسولي په اړه دټولو هڅو او لدې جملې د مسکو د تېر بین‌الافغاني کنفرانس پرېکړه لیک چې د روان کال د فبرورۍ پر ۵مه او ۶مه نېټه جوړ شوی و تائیدوو او ټول ګډونوال په یوه خوله، له اسلامی کانفرانس، د ملګرو ملتو له سازمانه، له امنیت شوری، اروپایې ټولني او ټولو ګاونډیو هېوادو څخه غوښتنه کوو چې د سولې په اړه د دوحې د بین الافغاني کانفرانس پرېکړې تائید او ملاتړ یې وکړي.

XS
SM
MD
LG