د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايټمي انرژۍ نړیواله اداره د ایران ایټمي فعالیتونه څېړي


ارشیف، د ایران بیرغ

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره روانه اوونۍ په یوه ځانګړې غونډه کې د ایران ایټمي فعالیتونه څېړي.

د ایټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې د مديره هيئت دغه ځانګړې غونډه د جولای پر۱۰مه د اتريش په پلازمېنه ويانا کې د ادارې مرکزي دفتر کې جوړېږي.

دا غونډه د امريکا په غوښتنه وروسته له هغې رابلل کېږي چې تهران وويل، د ٢٠١٥م کال د اټومي تړون له ځينو شرايطو يې سرغړونه کړې ده.

په ویانا کې د نړیوالې اټومي انرژۍ په اداره کې د امریکا استازي جکي ولکوټ چې د دغې ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه یې کړې، په دې اړه په خپاره کړي بیان کې له دې ادارې غوښتي چې د ایران په اړه د دې ادارې پر وروستي رپوټ بحث وکړي.

دغې ادارې په خپاره کړې رپوټ کې تایید کړي چې ایران د شوي تړون له مخې له ټاکلي حده چې د ۳۰۰ کیلو ګرامه غني شویو یورانیمو د زېرمه کولو اجازه لري، تېر شوی دی.

ولکوټ په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید د ایران رژیم مسؤل وبولي.

د اټومي انرژۍ د ادارې يوه وياند هم د دې غونډې جوړېدل تایید کړي دي.

دغه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د امريکا او ايران ترمنځ د تهران د اټومي پروګرام له کبله کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.

د ٢٠١٥م کال د اټومي تړون پر اساس چې د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوى و، د ايران د غني شويو يورانيمو اندازه بايد تر ٣٠٠ کيلوګرامو وانه وړي.

خو د ايران ولسمشر حسن روحاني تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د غني شویو یورانیمو اندازه له ټاکلي ۳۰۰ کیلوګرامه اوښتې او دغه راز د جولای پر اتمه به د يورانيمو غني کول تر ٣ اعشاريه ۶۷ فيصدو هم واړوي.

​هغه وویل، په دې برخه کې نور د خپلې ژمنې پام نه ساتو او هر څومره یورانیم پر هر غلظت چې وي او ورته اړتیا لرو، هغه به تولید کړو.

خو تهران دا هم ویلي چې په څو ساعتونو کې دغه نوي فعالیتونه درولی شي، که پر ایران د امریکا له خوا لګول شوي بندیزونه چې د دې هېواد اقتصاد یې ډېر زیانمن کړی، لېرې شي.

د نړیوالې اټومي انرژۍ په اداره کې د ایران استازي د امریکا له خوا د دغې ځانګړې غونډې د رابللو په وړاندې په غبرګون کې ویلي چې دا غونډه په خپله د واشنګټن انزوا په ډاګه کوي او امریکا د دې تړون اصلي سرغړوونکې ده.

په دې اداره کې د روسیې استازي هم ویلي چې دا یې مناسب ځای نه دی چې د دې ادارې مدیره هیئت د ده په وینا له شوي تړونه د ایران د سرغړونو موضوع وڅېړي.

بریتانیا، فرانسې او جرمني چې له ایران سره د ۲۰۱۵م کال د لاسلیک شوي تړون شریکان دي، له ایرانه غوښتي دي چې د دغه تړون پر شرایطو عمل وکړي او ژمنه یې کړې چې له تهران سره به د هغو مالي ستونزو چې د امریکا د بندیزونو په تړاو را ولاړې شوي په هوارولو کې مرسته وکړي، که دوی په خپلو ژمنو عمل وکړي.

روسیه او چین د دې اټومي تړون نور لاسلیک کوونکي دي چې د امریکا له وتلو وروسته تراوسه ورته متعهد پاتې شوې دي.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG