د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګله: د ډوبې شوې کښتۍ یو شمېر کسان لا هم ورک دي


د شانګلې یوه کښتۍ
د شانګلې یوه کښتۍ

پراګ: د خیبر پښتونخوا له تربيلې سره په اباسین کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله ورک شوي کسان لا هم نه دي موندل شوي او خپلوان یې له حکومته غوښتنه کوي چې د هغوي مړي دي ژر تر ژره پیدا کړي.

دا کښتۍ د جولايي پر دریمه ډوبه شوې وه. د چارواکو په وینا دیارلس کسان ژغورل شوي او د پنځو مړي را اېستل شوي وو خو نور پرمختګ نه دی شوی.

حکومتي چارواکي او ژغورونکي وايي چې په دې سیمه کې اوبه ډېرې تېزې بهېږي نو ځکه یې کار ستونزمن دی خو د دوي په وینا بیا یې هم خپلې هلې ځلې جاري ساتلې دي.

د ورکو کسانو خپلوان وايي دوي د حکومت له مرستو مطمین نه دي او وزیران یوازې د دې لپاره ورځي چې هلته تصویرونه وباسي او نور عملي کار نه کوي.

د تور غر یو اوسېدونکي ډاکټر سراجمشال راډیو ته وویل ، “زما د کورنۍ اته کسان په دې کښتۍ کې سپاره وو ، په هغوي کې درې کسان په خپله بچ شوي ، د یو ماشوم مړی ترلاسه شوی او څلور لا هم ورک دي.”

ده وویل چې کوم کار روان دی هغه د نشت برابر دی او موږ له حکومته غوښتنه کوو چې زموږ دا مړي راوباسي چې زموږ زړه په قلار شي او موږ خپلو کورونو ته ځو.

د محمد تعلق په نامه بل کس مشال را‌ډیو ته وویل ، “په دې کښتۍ کېیو زما خوريی او د خوريي مېرمن او یو پکې درې کلن هلک ډوب شوي دي او موږ په دې تمه ناست یو چې د خپلوانو مړي ترلاسه کړو.”

نوموړي وویل دوي له حکومته غوښتنه کوي چې یوه او بله بهانه دې نه کوي او ژر تر ژره دې د دوي د د خپلوانو مړي له اوبو راوباسي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د دې سیمې استازي فېصل زیب مشال راډیو ته وویل چې حکومت لګیا دي امدادي کارونه کوي خو دلته اوبه ډېرې تېزې دي نو د ژغورنې هڅې ګرانې دي.”

دا له هغه وروسته ده چې د جولايي پر دریمه له شانګلې هريپور ته روانه داسې کښتۍ په اباسین کې ډوبه شوه چې د چارواکو په وینا له ۴۰ تر ۵۰ کسان پکې سپاره وو.

د دوي په وینا د دې تر څنګ یو شمېر څاروي هم په دې کښتۍ کې اچول شوي وو کومو چې پر یوه خوا زور کړی او کښتۍ یې ډوبه کړې ده.

XS
SM
MD
LG