پراګ: د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د جولايي پر اوومه او اتمه دوه ورځنۍ ناسته پیلېږي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د زمینې برابرولو هڅه وکړي.
د دې ناستې یوه ګډونوال افغان سیاستوال او د سولې په پروسه کې شریک حضرت عمر زاخېلوال د پنځمې جولايي په شپه مشال راډیو ته وویل چې د قطر ناسته به د سولې د مخامخ خبرو د زمینه جوړولو لپاره موثره تمامه شي.
ده وویل ، “د قطر د بین الافغاني ناستې په پيل کې به د ګڼو مهمو هېوادونو او بین المللي سازمانونو استازي ناست وي او د هغوي دا ګډون به د دې ناستې د ملاتړ په مانا وي.”
په دوحه کې دا غونډه په داسې وخت کې جوړه شوې چې د امریکا او طالبانو اووم پړاو خبرې له یوې اوونۍ مخکې پیل شوې دي.
طالبانو وار له مخه ویلي چې دوي به په دې ناسته کې ګډون کوي.
په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین د جولايي پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې د دې ناستې ګډونوال به د سولې په اړه خپل نظر سره شریکوي.
ده وویل ، “ موږ به په دې اړه خپل نظر وایوو او نور ګډونوال به په شخصي کچه خپل نظر ورکوي، بیا به د دې په رڼا کې ګورو چې په افغانستان کې د سولې او د اوسني اشغال د خاتمې لپاره څه کېدای شي.”
د راپورونو په اساس، د جرمني او قطر دولتونو شااوخوا شپېتو افغانانو ته د دوحې په بین الافغاني ناسته کې د ګډون بلنې ورکړې دي چې هر یو به په خپل استازیتوب نظریات بیانوي.
د قطر او جرمني په یوه ګډ بیان کې راغلي چې د دوحې بین الافغاني ناسته د افغانانو تر منځ د مخامخ خبرو د زمینې جوړولو لپاره ترسره کېږي.
که څه هم افغان حکومت په رسمي توګه د خپل استازي د ورلېږلو خبره نه ده کړې خو یوې حکومتي سرچینې مشال راډیو ته وویلي چې د ولسمشر اشرف غني باوري کس او د اداري اصلاحاتو د کمېسیون مشر نادر نادري یو له هغو حکومتي چارواکو دی چې په دې ناسته کې د ګډون لپاره دوحې ته تللی.
په رسنیو کې د صفیه صدیقي، شهرزاد اکبر، فوزیه کوفي او څو نورو ښځو نومونه هم یاد شوي چې د ښځو په استازیتوب په دې ناسته کې ګډون کوي.
د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي مشال راډیو ته وویل چې دا د بین الافغاني مخامخ خبرو د زمینه سازۍ لپاره ده او هر څوک په ټولنه کې د خپل ارزښت پر اساس وربلل شوی دی.
امریکا په دوحه کې د دې بین الافغاني ناستې کلک ملاتړ کړی دی.
امریکا له طالبانو غواړي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو له خوا نه کارول کېږي او هم ټینګار کوي چې طالبان دې بین الافغاني خبرې پیل او دایمي اوربند ته دې غاړه کېږدي.
طالبانو ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له افغان خاورې د ترهګرو د نه استفادې په برخه کې بحثونو زیات پرمختګ کړی او همدا پرمختګ به د دوو نورو مسایلو لپاره زمینه برابره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېر ۲۰۱۸ کال له وروستیو په خټه افغان امریکايي لوړپوړی ډيپلوماټ زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.
خلیلزاد ته دنده سپارل شوې چې له ښکېلو خواو سره د خبرو په نتیجه کې په افغانستان کې د سولې رامنځ ته کېدو ته لاره هواره کړي.
رپورټ: صفی الله ستانکزی