د لاسرسي ځای

تازه خبر

تربېلا کې د چپه شوې کشتۍ ګڼې سورلۍ لاهم ورکې دي


له شانګلې تر هریپوره هره ورځ نېږدې شل کشتۍ سورلۍ وړي
له شانګلې تر هریپوره هره ورځ نېږدې شل کشتۍ سورلۍ وړي

په اباسین کې د جولای پر درېمه د خېبر پښتونخوا د شانګلې سیمې د ډوبې شوې کشتۍ چې پکې د مالوماتو له مخې څه نا څه څلوېښت تنه پکې سپارل ول تر دې دمه یې یوازې د شپږو تنو مړي را-اېستلې دي.

او د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو صوبای وزیر شوکت یوسفزي په وینااوس هم هلته امدادي کارونه دوام لري خو د تندو بهېدونکیو اوبو له وجې ژغورندویانو او پوځي عسکرو ته په مرستندویو کارونو کې ستونزې ورپېښې دي.

د شانګلې د بهیړ کلي له ديدل کوماچه و هري پور ته تلونکې کشتۍ چې په اباسین کې له تربېلې سره چپه شوې وه لا یې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼې سورلۍ لادرکه دي.

له شانګلې د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي فیصل زیب بېګا د شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل په دې کشتۍ کې د تور غره او دیدل کوماچ له څلوېښتو زیات کسان سواره وو او تر دې دمه پکې یواځې د یو څو کسانو مړي را-اېستل شوي چې پکې ماشومان هم شامل دي او د کشتۍ ماڼو نصیب الله او د هغه د همکار طفېل په ګډون دیارلس کسانو خپلځانونه هله بچ کړي کله چې کشتۍ چپه شوه.

نوموړي زیاته کړه: ''اصل کې پولیس یوه شمېره ورکوي، انتظامیه بله شمېره ورکوي او د سیمې خلک بله شمېره ورکوي خو زما د مالوماتو ترمخه په دې کې تر دې دمه له پنځو تر شپږو پورې کسانو مړي را-اېستل شوي چې پکې دوه زموږ د شانګلې ماشومانو مړي دي.''

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبای وزیر شوکت یوسفزي مشال راډیو ته وویل دی او اعلا وزیر محمود خان د زیارت په ورځ د کشتۍ د پېښې ځای ته ورغلي ول او د امدادي کارونو جاج يې واخیست. دی وايي لټون روان دی او کومه کشتۍ چې ډوبه شوې وه هغه هم موندل شوې ده او خاوره پکې جمع شوې ده.

یوسفزي وویل، هڅې روانې دي چې له کشتۍ خاوره لیرې کړل شي، نو امکان شته لاندې ځینې خلک پکې ګېر وي.

بل پلو ځايي مشران او د خیرښېګړې فعالان وايي، یوا خوا يې په سیمه کې پاخه سړکونه نشته او بل طرفته د دې کشتیو هېڅ د څار نظام شته او نه دا شته چې د کشتۍ سورلیو ته حفاظتي جېکټونه ورکړل شي. له سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړي فیصل زیب وینا وه چې د کشتیو د خوندیتوب مسله به په صوبايي اسمبلۍ کې راپورته کوي.

XS
SM
MD
LG