د قبایلي ضلعو ټاکنو کې د پوځ پر ګومارنه د فرحت الله بابر نیوکې
له پاکستانه خپرېدونکې فرایډې ټایمز مجلې د سیاستوال فرحت الله بابر لیکنه خپره کړې چې پکې نوموړي په قبایلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د ۱۶ څوکیو انتخاباتو پرمهال د پوځي عسکرو ګومارنه ناسمه کړنه بللې ده. د بابر په اند، د پاکستان انتخاباتو کمېشن پر دې موضوع له سیاسي ګوندونو سره مشوره نه ده کړې.