د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا خپلواکۍ پر ورځ پوځي پرېډ کېږي


سږکال د امریکا خپلواکۍ په ورځ کې اورلوبو ٧٥٠٠٠٠ ډالره مصرف کېږي.

د جولای پر څلورمه د سپینې ماڼۍ د کانگرس تر ودانۍ پورې سیمه کې به دا لمانځنې بې ساري او ځانگړې وي.

ښايي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جولای پر څلورمه په واشنگتن کې د لنکین د یادگار مجمسې مخې ته ملت ته وینا وکړي.

ولسمشر ټرمپ د امریکا د استقلال په مناسبت په یو غیر معمول ډول د تانکونو او جنگي جت الوتکو د رسم گزشت امر ورکړی.

ځیني امریکایان د دغو ځانگړو مراسمو هرکلی کړی خو ځینې نور بیا ولسمشر په دې تورنوي چې دغه مراسم یې سیاسي کړي او ورنه د ٢٠٢٠م کال د جمهوري ریاست د ټاکنو د کمپاین په توگه کار اخلي.

د امریکا په سړکونو د جنگي ټانکونو، زره دارو موټرو او په اسمان کې د جنگي جت الوتکو پرواز لیدل معموله خبره نه ده.

د امریکا د ولسمشر وینا هم د دې مراسمو په ویاړ معمول دود نه دی. خو ولسمشر ترمپ وایي هغه غواړي د امریکا پوځ ته ویاړ وروبښي.

منتقدین ترمپ تورنوي چې د امریکا یوه رخصتي ورځ ته چې تل په دودیزه طریقه لمانځل کېږي او له ټول امریکایان سره یو ځای کوي، سیاسي بڼه ورکوي. ځیني خلک بیا د دغه فرصت هرکلی کړی چې ولسمشر وگوري.

ترمپ په ٢٠١٧م کال کې د فرانسې په پاریس کې د بستیل ډې د پوځي رسم گذشت تر تاثیر لاندې راغلی و او ویلي و چې غواړي داسې مراسم په واشنگتن هم ترسره کړي.

په جاپان کې تیره اونۍ د جي شل د غونډې په مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ولسمشر ترمپ ته په ٢٠٢٠م کال کې په مسکو کې د دویمې نړیوالې جگړې په رسم گذشت کې د گډون بلنه ورکړې ده او ویل شوي چې ولسمشر ترمپ هم دې وړاندېز ته لیوالتیا ښودلې ده.

ځینې امریکایان بیا د پوځي رسم گذشت د مصارفو په اړه پوښتنې کوي او وايي چې لگښت یې د امریکایي مالیه ورکونکو له جیبونو ځي او صرف د ولسمشر ترمپ په امر د پوځي زور د نمایش لپاره ترسره کېږي.

د دې مراسمو مخالفین اجازه اخیستې ده چې د رسم گذشت پر ځای کې یو لوی بالون چې ترمپ د یو ماشوم په توگه ښکاروي په هوا کړي.

د امریکا په پلازمینه واشنگتن کې د استقلال ورځې اورلوبې ډېر شانداره وي.

ولسمشر ترمپ ژمنه کړې چې سږکال اورلوبې به تر ټولو سترې اورلوبې وي.

د جولای څلورم به د واشنگتن په فضا کې د اورلوبو څخه د امریکا یو لوی بیرغ جوړ شي.

سږکال اورلوبې به ٣٥ دقیقې دوام وکړي چې د نورو کلونو په پرتلې دوچنده زیات وخت وي.

د اورلوبو نمایش به په یو مایل مسافه کې تر سره شي چې د نورو کلونو په پرتله څلور چنده زیاته مسافه ده.

دوو امریکایي شرکتونو هوکړه کړې ده چې په دغو لمانځنو کې یوازې د اورلوبو لکښت چې اوه نیم لکه ډالره اټکل شویبه ورکړي.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG