د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې ۳۱ کارمندانو ښځو د جنسي ځورونو شکایتونه کړي


خیبر دروازه
خیبر دروازه

پراګ ـ په خېبر پښتونخوا کې له جنسي ځورونې څخه د ښځو ژغورنې اداره وایي، د کار په ځایونو کې د جنسي ځورونې په اړه ۳۱ شکایتونه ورته ترلاسه شوي.

د ادارې محتسبې رخشنده ناز ویلي، شکایتونه ورته په تېرو څلورو میاشتو کې له ټولنیزې رسنۍ فېسبوک، ټېلېفون او ډاکخانې له لارې ښځو استولي دي. همدا راز ځینې ښځې په دې اړه د شکایت لیکلو لپاره د ددوی دفترونو ته ورغلي دي.

"مونږ ته زیاتره شکایتونه د تعلیم او صحت له محکمو راغلي دي.له ځینو حکومتي ادارو څخه هم شکایتونه راغلي دي. چې کله کېس راشي نوداوړو غاړو ته موقع ورکړو چې خپله پوره خبره وکړي. له هغې وروسته بیا کاروایي کوو. روانه میاشت به موږ درې کېسونه د کاروایي لپاره مخته یوسو."

زیاتره شکایتونه د تعلیم او صحت له محکمو راغلي دي. چې کله کېس راشي نوداوړو غاړو ته موقع ورکړو چې خپله پوره خبره وکړي. له هغې وروسته بیا کاروایي کوو
رخشنده ناز

د خېبرپښتونخوا حکومت د روان کال په جنورۍ کې د پېښور های کورټ په حکم، له جنسي ځورونو د ښځو د خوندي کولو د یادې ادارې لپاره رخشنده ناز د محتسبې په توګه ټاکلې.

له ادارې سره هغه ښځې شکایتونه لیکي چې د کار په ځایونو کې د جنسي ځورونو سره مخامخ وي. اداره د دغو کیسونو په اړه پوره پلټنې کوي او بیا یې پولیس،ایف ایي ایې او یا بلې اړونده ادارې ته د لا نورې کاروایي لپاره سپاري.

په پاکستان کې د جنسي ځورونې پېښې د کار په ځایونو او هم د ژوند په نورو برخو کې د انټرنیټ له لارې هم رامنځته کیږي.

د برقي او انټرنيټي حقونو خونديتوب غيرحکومتي ادارې ډېجيټل رايټس فاونډېشن مشره نګهت داد وایي، له ۲۰۱۶ له دسمبره تراوسه څه دپاسه درې زره کسانو ورسره شکایتونه لیکلي چې زیاتې پکې ښځې دي.

"د خېبر پښتونخوا په ښاري سیمو کې د جنسي ځورونې په اړه شکایتونه ښځې خپل شکایتونه درج کوي خو د پاکستان د نورو برخو په څېر د هغې صوبې د کلیوالو سیمو ښځې په دې اړه کمه اګاهي لري. هغوی په کم شمېر کې د داسې پېښو شکایتونه درج کوي."

صوبایي محتسب رخشنده ناز وایي، د ۳۱ کیسونو له جملې څخه یې د اته کیسونو پروسه مکمله کړې، هغه وایي د ځنډ وجه یې دا ده چې یا خو ځینې شکایتکونکې خپلې درکونه سم نه لیکي او یا هم ځینې وخت ښځې د خپلو کیسونو له ورکولو وروسته په میاشتو میاشتو د هغې د مخته وړلو او نه نه وړلو په اړه فکر کوي. هغه وایي اداره یې مالوماتو پټ ساتلو ته ژمنه ده.

شخصي مالومات موږ سل فیصده پټ ساتو. تر دې چې یو ښځې راته شکایت راوړی و، او ویل یې چې بیخي زما د ادارې نوم هم مه ښکاره کوئ، نو د هغې د ادارې نوم مو هم پټ وساتو.

نوموړې وایي، د جنسي ځورونې سره مخامخ ښځې د قبایلو په ګډون د صوبې په هره ضلعه کې د سوشل ویلفیئر افسرانو سره د جنسي ځورونۍ شکایتونه لیکلی شي همدا راز د انټرنیټ او ټلیفون له لارې هم ورسره شکایت لیکل کیدلی شي.

د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ په ۲۰۱۰ز کال کې د ښځو د جنسي ځورونو د مخنیوي قانون منظور کړی. چې ترمخه یېپه هغه جرم کې تورونو شویو ته مختلفې سزاګانې ورکړل کیدلی شي.

XS
SM
MD
LG