د لاسرسي ځای

تازه خبر

تربېلا: د ‌ډوبې شوې کښتۍ پنځه مړي را ایستل شوي


د اباسین په تور غره سیمه کې ځايي وګړي یوه کشتۍ سیند ته ورپورېوهي.

د خېبرپښتونخوا د شانګلې سیمې یوه کښتۍ له هريپور سره نږدې په اباسین کې ډوبه شوې چې د چارواکو تر اوسه یې د پنځو تنو مړي چې څلور پکې ماشومان دي را-اېستل شوي او ۱۵ کسان ژوندي راوتي دي. دوی وايي چې په کشتۍ کې تر څلوېښت زیات کسان سپاره ول او د ورکو کسانو لټون دوام لري.

د ځایي خلکو او پولیس چارواکو په وینا اوس هم هلته امدادي کارونه دوام لري.

وړاندې د ناړه امازۍ تاڼې ايس ايچ او تنویر احمد بېګا د جولای پر درېمه مشال راډیو ته وویل دا کښتۍ له ديدل کوماچ سیمې څخه هريپور ته روانه وه چې د برګ له سیمې سره چپه شوه.

ده وویل، “تقریبا په دې کښتۍ کې له څلوېښتو تر پنځوستو کسان سپاره ول او تر اوسه چې کوم مالومات راغلي دي نو د څلورو ماشومانو مړي را ایستل شوي دي چې پکې یوه ماشومه جینۍ ده او درې کوچني هلکان دي چې عمرونه یې له پنځو تر شپږو کلونو پورې دي.”

د کښتۍ مالک نصیب الله خورېيه قاسم خان مشال راډیو ته وویل چې په دې کښتۍ کې له خلکو سره څاروي هم وو او د سفر پر مهال څارویو یوې خوا زور وکړ چې له کبله يې کښتۍ وځنګېده او چپه شوه.

د دیدل کوماچ اوسېدونکي او د خېرښېګړې یو فعال عبادالله خان یوسفزي مشال راډیو ته وویل د دوی په سیمو کې پاخه سړکونه نشته نو ځکه خلک یوازې د کښتیو له لارې سفرونه کوي.

ده وویل چې په دې کښتیو کې پر یو وخت له پنځوس تر شپېتو پورې کسان سپاره وي.

ده وویل چې د دې کښتیو نه د څار څه بندوبست شته او نه هم پکې سفر کوونکو ته څه حفاظتي جېکټونه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG