د لاسرسي ځای

تازه خبر

تربېلا: د کشتۍ له ډوبېدو درې تنه مړه ګڼ ورک


د اباسین په تور غره سیمه کې ځايي وګړي یوه کشتۍ سیند ته ورپورېوهي.
د اباسین په تور غره سیمه کې ځايي وګړي یوه کشتۍ سیند ته ورپورېوهي.

د خیبر پښتونخوا په تربېلا کې یوه کشتۍ ډوبه شوې چې پکې د ګڼو کسانو د ډوبېدو راپورونه دي.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر شوکت یوسفری چې خپله د شانګلې سیمې دی، د جولای پر درېمه د مشال راډیو له همکار سراج ظهیر سره په خبرو کې وویل چې دغه کشتۍ له بهیړ کوماچ نصرتخېلو سیمې څخه هري پور ته روانه وه او په لار کې چپه شوې ده.

دی زیاتوي چې په کشتۍ کې تر تعداد زیات خلک سپاره وو او دا وخت د پوځ او رسکیو ډلې لګیا دي امدادې کارونه کوي او تر دې دمه د درېوو کسانو مړي را-اېستل شوي او اته دېرش کسان لاهم لادرکه دي او دوه تنه ژوندي ژغورل شوي دي.

د مشال راډیو په پوښتنه چې ځای خلک وايي چې له نهو څخه تر څوارلسو پورې کسانو خپلځانونه په لامبو ژغورلي دي خو صوبايي وزیر ویل چې دی يې لا پخلی نه شي کولای.

تر دې وړاندې په شانګله کې د کوماچ تاڼې اېس اېچ او طاهر شاه زموږ له همکار سیراج ظهیر سره په خبرو کې وویل چې کشتۍ د اباسین په اوږدو کې له دربن سره چپه شوې چې د ورستیو مالوماتو له مخې نهه تنه تر اوسه ژغورل شوي او د پاتې هغو د ژغورولو او موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د نوموړي په وینا چې په چپه شوې کشتۍ کې له ۳۰ تر ۴۰ پورې کسان سپاره ول.

د کوماج کلي یوه بل اوسېدونکي سلطان نبي هم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې په دغو کشتیو کې تلونکې سورلۍ اسلام اباد، پنډۍ، هریپور او ګڼو نورو سیمو ته ځي. د دې ترڅنګ ناروغان هم سفرونه کوي.

دی وايي په دغو شپو ورځو کې د کشتۍ ماڼوګانو ته زیاته پاملره کول پکار ده ځکه چې هلته بره په غرونو کې واورې ویلېږي او له دې څخه په اباسین کې د اوبو کچه لوړه شي او ورسره د اوبو رفتار هم چټک شي.

سلطان نبي وايي له شانګلې تر هریپوره په دغه کشتیو کې د څارویو سوداګر هم خپل څاروي لېږدوي او په اوسنۍ چپه شوې کشتۍ کې هم اوه یا اته څاروي لېږدول کېدل. د ده په خبره کله چې کشتۍ له تربېلې سره ګرځېدله نو دغه مهال څارويو یوې ډډې ته زور کړی چې له کبله یې کشتۍ ځنګېدلې او چپه شوې ده.

دی وايي ژغورندویان لامبوزن ځکه خپلې چارې نه پیلوي چې د اوبو ډېرې چټکې بهېږي نو خپله د هغوی د ډوبېدو خطر دی.

خو له شانګلې څخه د سیمې یو اوسېدونکی او د خیر ښېګړې کارکن عبادالله خان یوسفزي بیا مشال راډيو ته وویل د شانګلې او هریپور ترمنځ په تلونکیو بېړیو کې په هره یوه کې یې له څلوېشتو تر شپېتو کسان سواره وي خو اوس دا نه ده مالومه چې په دغه چپه شوې کشتۍ کې ټول څومره کسان سپاره ول. دی وايي د څار هېڅ داسې سیسټم نشته چې په یوه کشتۍ کې څومره کسان پکار ده چې سفر وکړي.

له تور غر سیمې سره تېرېدونکی اباسین
له تور غر سیمې سره تېرېدونکی اباسین

د عبادالله په وینا چې دا مهال د خیبر پښتونخوا لیرې پرته سیمه شانګله پاخه سړکان نه لري نو ځکه هره ورځ له شلو تر دېرشو پورې کشتۍ له دغه سیمې تر تور غره او داسې تر مانسهرې پورې چلېږي او ګڼ وګړي پکې سفر کوي.

نوموړي دا هم وویل، د لارې په اوږدو کې که یوه کشتۍ له یوې پېښې سره مخامخېږي نو په سرکاري کچه هېڅ ژغورندویه ډله شتون نه لري چې خلک وژغوري، بله دا چې په سرکاري کچه د کشتیو د روغوالي لپاره هم هېڅ قانون نه تر سترګو کېږي چې ګنې کشتۍ د دې جوګه ده چې سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG