د نړۍ ځواکمنو هېوادونو پر ایران غږ کړې چې د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون ته ژمن پاتې شي.
تر دې یوه ورځ مخکې تصدیق وشو چې ایران د موافقې لاندې له ټاکل شوي حده زیات غني شوې یورانیم لري.
د هوکړې مقصد د ایران اټومي فعالیتونو محدودول وو.
د جولای پر دویمه د جرمني، برتانیا، فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې د خارجه پالیسۍ مشرې په یوه ګډ بیان کې له ایرانه وغوښتل چې له دې کاره پرشا شي او د اټومي تړون خلاف د نورو ګامونو پورته کولو ډډه وکړي.
په بیان کې ویل شوي چې دوی په دومداره توګه هوکړې ته ژمن دي او واضحه دریځ لري چې دغه تړون ته د دوی ژمنتیا په دې منحصره ده چې ایران په مکمل ډول عمل وکړي.
د فرانس ولسمشر ایمانوېل مکخوا پر ایران جلا غږ کړې چې په سمدستي ډول دې دا کار ودروي او د اټومي تړون د ذمه واریو درناوې دې وکړي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د جولای پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې څارونکیو یې تصدیق کړی چې د ۳۰۰ کلوګرامه له ټاکلي حده زیات یورانیم غني شوي دي.
ایران په مې کې ویلي ول چې د امریکايي بندیزونو د بحالېدو په غبرګون کې د یورانیمو زیات مقدار غني کوي.