د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران له اور سره لوبېږي: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، ایران له اور سره لوبې کوي. نوموړي دا څرګندونې نوموړي د هغه ایراني بیان په ترڅ کې کولې چې ویل یې د بډایکړیو یورانيمو کچه یې له نړیوالو طاقتونو سره د ۲۰۱۵ ز کال اټومي تړون له مخې تر ټاکلي حده اوښتې ده.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ایران ته مالومه ده چې څه کوي او د ده په فکر ایران له اور سره لوبې کوي.

امریکا پروسږ کال له ایران سره له کړي اټومي تړونه ووتله او د دغه هېواد د تېلو پر مصنوعاتو او د ځینو نورو برخو پر برامداتو یې بندیزونه بیا عملي کړل.

له دغه وروسته تهران پر نورو غړیو هېوادونو د دغه تړون پرځای ساتلو لپاره فشار واچولو خو سږ کال د مې پر اتمه یې اعلان وکړ چې نور د اټومي تړون له مخې د یورانیمو بډایولو پر محدودولو نه شي تمېدلی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د جولای پر لومړۍ په ایران غږ وکړ چې د یورانیمو بډایول ودروي او زیاتوي چې یو اټومي تړون هم ایران ته دا اجازت نه ورکوي چې تر څه حده هم یورانیم غني کړي.

تر دې وړاندې د جولای پر لومړۍ د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ایران د هغې دعوې تصدیق وکړ چې پکې ویل شوي د امریکا د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون د وتلو وروسته یې د بډای کړیو یورانیمو کچه تر ټاکلي حده اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG