د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ډاکټر شاه جهان سید سره مشال مرکه


دا اوونۍ په مشال مرکه کې له ډاکټر شاه جهان سید سره غږېدلي یو. نوموړی د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم د څانګې پخوانی رییس دی.

هغه خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په زیارت کاکا صېب کلي کې په ۱۹۵۱ کال کې زېږېدلی او په خټه کاکاخېل دی.

هغه وايي، د کاکا صیب د سپین کاڼي په سکول کې یې لومړنۍ زده کړې کړې وې. هغه په اېبټ اباد، کراچۍ او راولپنډۍ کې هم زده کړې کړې دي. هغه په پېښور اسلامیه کالج او یونیورسټۍ کې لوړې زده کړې کړې دي. بیا وروسته جرمني ته تللی او هلته یې په برلېن کې د ژورنالېزم په څانګه کې زده کړې کړې دي.

تر څه وخته پورې د جرمني په کولن ښار کې په یوه رادیو سټېشن کې چې د افغانستان لپاره یې خپرونې کولې کار هم کړی دی. وروسته په ۱۹۷۷ کال کې په المان غږ راډیو کې یې دنده و موندله.

ډاکټر شاه جهان هملته په جرمني کې د ژورنالېزم په څانګه کې د ډکټورا ترکچې زده کړې کړې دې. بیا په ۱۹۸۸ کال کې پېښور ته ستون شو او په ژورنالېزم ډېپارټمنټ کې یې د استاد په حېث کار پیل کړ چې بیا وروسته د همدې څانګې رییس هم مقرر شو.

ډاکټر شاه جهان اوس مهال د خیبر پښتونخوا په زیارت کاکا صیب سیمه کې تقاعد ژوند تېروي. د هغه د ژوند د نورو لوړو ژورو په اړه معلومات دلته په مشال مرکه کې اورېدلی شئ.

مرکه دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG