د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرشتې مومند پلار له حکومتي اقداماتو مطمین دی


د فرشتې مومند پلار ګل نبي
د فرشتې مومند پلار ګل نبي

پراګ ـ د فرشتې مومند پلار ګل نبي د جون پر ۲۹مه، مشال راډیو ته وویل، د هغه د لور د تښتونې، پر هغې د شوي تیري او وژنې نه پس چې حکومت پر دې قضیه څه اقدامات کړي، هغه پرې مطمین دی.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې مشال ته وکړې چې د اسلام اباد د پولیسو د مشر (ډپټي انسپکټر جنرل اپریشنز) په امر د شهزاد ټاون تاڼې څلور تنه مامورین د خپلې دندې څخه د غفلت کولو په جرم کې برطرف کړل شول.

دا هغه پولیس والا وو چې د فرشتې مومند په قضیه کې یې د هغې د کورنۍ فریاد نه وو اورېدلی او پرچه یې نه کټ کوله. وروسته د فرشتې مسخ شوی جسد وموندل شو چې د پوسټ مارټم راپورونو پر اساس تر وژل کېدو وړاندې پرې جنسي تېری هم شوی وو.

اا کلنه فرشته د مې په ۱۵مه له اسلام اباده ورکه شوې وه
اا کلنه فرشته د مې په ۱۵مه له اسلام اباده ورکه شوې وه

اا کلنه فرشته د مې په ۱۵مه له اسلام اباده ورکه شوې وه او د مې پر ۲۰مه يې خراب شوی مړی موندل شوی وو.

د اسلام اباد پولیسو د پېښې تر شا د لاس درلودلو په تور د نثار احمد په نوم یو تن نیولی چې د جون پر ۲۲مه عدالت ته وړاندې کړل شو او د قاضي پر امر د نورو پلټنو لپاره دا مهال پر ریمانډ په هډیالې جېل کې دی.

د اسلام اباد د پولیسو د یو چارواکي ډپټي انسپکټر جنرل اپریشنز په امر یاده قضیه کې د شهزاد ټاون څلور مامورین له دندو لرې کړي چې پکې اېس اېچ او غلام عباس، د کیس پلټونکی افسر اې ایس ای ناصر او دوه دوه نور مامورین شامل دي.

د اسلام اباد د شهزاد ټاون د تاڼې محرر خادم حسین د جون پر ۲۹مه مشال راډیو ته د دې خبر لنډ پخلی وکړ، خو زیات جزیات یې ښکاره نه کړل:

"په دې اړه دومره ویلی شم چې دا خبر سهي دی. د دغو کسانو دندې مخکې ځنډول شوې وې، اوس دوی له کاره برطرف کړل شوي دي. دا خبر خو په ټولو رسنیو کې خپور شوی، بس همدا خبر دی، تر دې زیات موږ څه معلومات نه لرو. د برطرف کړل شوو پولیس والاوو نومونه هم په راپورونو کې خپاره شوي، چې سهي دي."

د فرشتې مومند پلار ګل نبي مومند وايي، تر اوسه چې کومه کاروايي شوې دی پرې مطمین دی او تمه لري چې انصاف به ورسره وشي:

"حکومت چې تر اوسه کوم کار کړی زه پرې مطمین یمه، دوی ما له هر څه پر وخت خبروي. اتیا په سلو کې کامیابي مې تر لاسه کړېده او د حکومت پر فعالیت باوري یمه."

د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی ارشد محمود وايي، د مجرم نیول کېدل او د پولیسو برطرفي یو ښه ګام دی او د اغېزمنې کورنۍ زخمونه پرې ټکورېدی شي، خو حکومت له پکار دي چې د ماشومانو د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي:

"نوزما خیال دادی چې حکومت له پکار دي چې د ماشومانو د ساتنې نظام پیاوړی کړي او ماشومان له داسې پېښو وژغوري. له پېښو وروسته کورنیو سره کومک هم ښه خبره ده خو پکار ده چې داسې پېښې مخې ته رانشي. زه په دې اندېښمن یم چې دا ډول پېښې مخ په زیاتېدو دي."

ګل نبي په داسې حال کې چې له حکومتي اقداماتو خوشاله هم دی، خو بیا هم وايي چې د خپلو اتو نورو اولادونو په ژوند ډارېږي او وايي د رسنیو له لارې یې په کوم بل هیواد کې د پنا غوښتنه هم کړېده.

د نوموړي په وینا حکومت ورسره له دې قضیې وروسته د پنځوسو لکو روپو د مرستې وعده کړې وه چې ورته یې شل لکه روپۍ ورسپارلې دي. دی هیله لري چې پاتې پیسې به هم زر ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG