د لاسرسي ځای

تازه خبر

روان کال ۲۰۰ ورک بلوڅان کورونو ته ستانه شوي


نصرالله بلوڅ وايي، دوی د خپلو ورکو کسانو د موندلو لپاره له تېرو لسو کلونو راهېسې پر احتجاج بوخت دي. 
نصرالله بلوڅ وايي، دوی د خپلو ورکو کسانو د موندلو لپاره له تېرو لسو کلونو راهېسې پر احتجاج بوخت دي. 

کوټه ـ د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي، په روان کال کې له ۲۰۰ څخه زیات ورک کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

ضیا الله لانګو د جون پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، دا خبره ناسمه ده چې ګواکې له بلوچستانه په زرګونو کسان ورک دي. د نوموړي په وینا د بلوچستان د ورکو کسانو د موندلو لپاره کار کوونکې ادارې (وایس فار مسېنګ پرسن) دوی ته یواځې د ۲۵۰ ورکو کسانو لېسټ سپارلی دی.

ضیا لانګو زیاته کړه، د دوی د حکومت په لومړنیو کارونو کې چې کول یې غواړي دا هم شامل دي چې ورک کسان به خپلو کورونو ته ستنوي.

خو بل پلو د بلوچستان د ورکو کسانو د موندلو لپاره کار کوونکې ادارې (وایس فار مسېنګ پرسن) د بلوچستان د کورنیو چارو د وزیر دغه ادعا رد کړېده او ویلي یې دي چې په روان کال کې د ورکو بلوڅانو څخه یواځې ۱۰۳ کسان کورونو ته ستانه شوي دي. دوی وايي، حکومت ته یې د ورکو بلوڅانو کوم لېسټ چې ورکړی وو په هغې کې د ورکو کسانو شمېره ۲۵۰ نه بلکې ۳۶۵ وه.

د یادې ادارې یو مشر نصرالله بلوڅ وايي، دوی د خپلو ورکو کسانو د موندلو لپاره له تېرو لسو کلونو راهېسې پر احتجاج بوخت دي.

بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل ډلې چې په کومو شرایطو په مرکز کې د حکومت ملاتړ کړی په هغو کې یو دا هم وو چې حکومت به ورک بلوڅان لټوي او کورونو ته به یې ستنوي.

هلته په بلوچستان کې د ورکو بلوڅانو لپاره جوړ شوي عدالتي کمېشن هم خپل کار ته دوام ورکوي. د قاضي فضل رحمان په مشرۍ کې د ورکو کسانو د کیسونو اورېدنه په کوټه کې پیل شوې ده چې د جولای تر درېمې نېټې پورې به روانه وي.

دغه کمېشن وايي، تر اوسه یې د ۶۴ ورکو کسانو د کیسونو دوسیې څېړلي چې له منځه یې څلور خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG