د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار ولي: د سرتاج خان وژنه ترهګر برید دی


د وژل شوي سرتاج خان تصویر
د وژل شوي سرتاج خان تصویر

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د سرتاج خان وژنه یو ترهګر برید بللی او دا یې د ګوند او د هغه د کورنۍ لپاره لوی زیان بللی دی.

د یاد ګوند له خوا په خپاره شوي بیان کې د اسفندیار ولي خان له خولې ویل شوي چې په ښار کې دننه د ترهګرو موجودګي دا په ډاګه کوي چې هلته د امنیت ساتنې څه صورتحال دی.

اسفندیار ولي زیاته کړې چې د عوامي نشنل ګوند پرضد ترهګر په ازاد مټ پرېښودل شوي دي او د سرتاج خان وژل کېده هغه ادعا تر پوښتنې لاندې راولي چې ګواکې د ترهګرو ملا ماته کړل شوې ده.

دا له هغه وروسته ده چې د عوامي نېشنل ګوند د پېښور ښار مشر سرتاج خان د جون پر ۲۹مه په پېښور کې د ناڅرګندو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.

د عوامي نشنل ګوند پر دې ځوان مخکښ سرتاج خان د جون پر ۲۹مه د پېښور له کلبهار تاڼې سره نیږدې ډزی وشوې.

اسفندیار خان د په صوبه کې د واکمن تحریک انصاف پر حکومت نیوکې کړې او ویلي یې دي چې حکومت ویده دی او ولس ترهګرو ته پرېښی دی.

نوموړي غوښتنه کړې ده چې د سرتاج خان وژونکي دي زر تر زره ونیول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.

نه چا تر اوسه د دې برید زمه واري منلې ده او نه هم حکومت په دې اړه څه ویلي. خو تر دې وړاندې د عوامي نشنل ګوند په سلګونه غړي وژل شوي چې زمه واري یې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

سرتاج خان د پيښور په تېرو بلدیاتي انتخاباتو کې د ځايي کونسلر څوکۍ هم ګتلې وه.

XS
SM
MD
LG