د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوالې شورا افغان لوبغاړی افتاب عالم له سیالیو بهر کړ


د افتاب عالم (ښي لوري ته) پر ځای به سید احمد شېرزاد په پاتې سیالیو کې برخه واخلي
د افتاب عالم (ښي لوري ته) پر ځای به سید احمد شېرزاد په پاتې سیالیو کې برخه واخلي

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د نظم و ضبط سرغړونو په تور افغان توپ ویشتونکی یعنې بالر افتاب عالم د کرکټ نړیوال جام له سیالیو بهر کړی.

دې شورا د جون پر ۲۷مه، په یوه بیان کې دا نه ده ویلي چې عالم څه ډول تېروتنه کړې خو د افغانستان کرکټ بورډ وايي، نوموړي د کرکټ نړیوالې شورا د تخنیکي او د ډېسېپلېن د اصولو خلاف ورزي کړې چې له کبله یې هغه له سیالیو بهر او افغانستان ته استول شوی.

د کرکټ نړیوالې شورا په بیان کې زیاته کړې چې د افتاب عالم پر ځای به سید احمد شېرزاد د افغانستان په راتلونکو سیالیو کې برخه واخلي.

افتاب عالم د ۲۰۱۹ز کال نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان لپاره درې لوبې وکړې، چې د نیو زیلینډ پر وړاندې په لوبه کې یې درې وېکټې واخیستې او د هند یو لوبغاړی یې وسوځاوه خو له جنوبي افریقا سره یې په سیالۍ کې یوه وېکټه هم وانخیسته.

تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی او پېلغړی شهزاد محمدي هم د ټپي کېدو له امله له نړیوال جام سیالیو څخه بهر او پر ځای اکرام عليخېل لوبډلې سره يو ځای شو.

خو شهزاد محمدي کابل ته په رسېدو تور پورې کړ چې نوموړی "رک روغ" دی او د ټپي کېدو په پلمه له لوبډلې لرې شوی دی.

په وروستیو کې د نړیوال جام په سیالیو کې د افغان لوبډلې له اووخ پرلپسې ماتو وروسته د ملي لوبډلې پر لوبغاړو انتقادونه زیات شوي دي.

ان تر دې چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې هم خپرې شوي، چې پکې ځینې نامعلوم کسان په لوبغالي کې افغان لوبغاړو ته بد رد وايي، چې د ځینو افغان لوبغاړو له غبرګونونو سره هم مخامخ شوي.

په روان نړیوال جام سیالیو کې افغان لوبډله دوه نورې سیالۍ لري، چې راتلونکې لوبه یې د جون پر ۲۹مه د پاکستان پر وړاندې د انګلستان په لیډز لوبغالي کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG