د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهزاد محمدي د نړیوال جام له سیالیو بهر شو


شهزاد محمدي د وېسټ انډیز له کرېس ګېل سرهه
شهزاد محمدي د وېسټ انډیز له کرېس ګېل سرهه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی شهزاد محمدي د ۲۰۱۹ز کرکټ نړیوال جام له سیالیو بهر شو.

د افغانستان کرکټ بورډ د جون پر شپرمه ویلي، نوموړی د زنګانه ژوبلېدو له لوبو بهر شوی.

د کرکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي وايي، د نوموړي پر ځای به ځوان وېکټ ساتونکی اکرام عليخېل ژر له لوبډلې سره یو ځای شي.

شهزاد محمدي په وروستیو دوو لوبو کې د خرابې کارکردګۍ له کبله تر نیوکو لاندې وو.

افغانستان د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې تر اوسه دوه لوبې کړې دي او دواړه یې بایللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG