د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سدې اوسېدونکو د ګرفتاریو ضد د احتجاج ګواښ وکړ


پېښور - د کورمې اوسېدونکو د جون پر ۲۶مه په سیمه کې د ګرفتاریو او د لټون عملیاتو ضد د احتجاجونو ګواښ وکړ.

د سدې یو مشر حاجي انور شاه اورکزی وايي، امنیتي سرتېرو د جون پر ۲۵مه د سیمې پر یو شمېر کورونو چاپې وهلې دي او په وینا یې ځینې بېګناه خلک یې نیولي.

دی وايي، امنیتي سرتېرو دا کار د شاملاتي یا سرکاري ځمکو له قبضه کوونکو سره د خلکو تر جګړې وروسته کړی.

شاه تور پورې کوي چې سرتېرو د سدې خلک بې له توپیره په نښه کړي چې نه یې شي زغملای.

د جون پر ۲۴مه د سدې په کارخانو کې د شاملاتي ځمکې نیولو ضد د سیمې اوسېدونکي پاڅېدل او د منګلو له ځینو کسانو سره یې جنګ وکړ چې پکې د سدې یو کس مړ او بل ژوبل شو.

تر دې وروسته د کورمې انتظامیې او ملېشه ځواک هلته د لټون عملیات وکړل او تر ۲۰ زیات کسان یې ونیول.

د سیمې یو مدني فعال محمد سلیم اورکزی وايي، دا د خپګان خبره ده چې د اېف سي ار قانون پر ختمېدو سربېره داسې ډله ییزې ګرفتارۍ کېږي.

دی وايي، که پر چا تور وي، نو حکومت دې یې ګرفتار کړي، ورباندې دې پرچه دایره کړي او عدالت ته دې یې وړاندې کړي.

اورکزی زیاتوي چې ډله ییزې ګرفتارۍ د قانون سرغړونه ده.

د منځني کورمې انتظامي مشر فضل ودود پر دې موضوع له مشال راډيو سره خبرې ونکړې خو انتظامیه وايي، یوازې هغه کسان یې نیولي چې د قانون په خلاف ورزۍ تورن دي.

یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط وویل، د جون پر ۲۵مه چې امنیتي سرتېرو چاپې وهلې او خلک یې ګرفتارول نو ځايي اوسېدونکو یې مزاحمت وکړ او ان یې سرتېرو ته ښکنځلې وکړې او ګرېوانونو ته یې لاسونه ورواچول.

دی زیاتوي چې اوس به د ټولو نیولو کسانو ضد قانوني کارروايي کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG