د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند ګڼ ګوندیزه غونډه جوړوي


د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان. عکس له ارشیفه.
د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان. عکس له ارشیفه.

پراګ - عوامي نېشنل ګوند وايي، د پښتنو ستونزو ته په کتو د ملتپالو ګوندونو او ډلو یوه غونډه کول غواړي چې پکې په یوه متفقه حل لاره غور وکړي.

د مې پر ۲۶مه، د شمالي وزیرستان د خړ کمر تر پېښې وروسته هم دې ګوند د جون پر ۱۴مه د پښتنو ملتپالو ګوندونو او ډلو د غونډې کولو اعلان کړی وو.

د ګوند مرکزي ویاند زاهد خان د جون پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، هغه مهال یې د وکیلانو احتجاج له وجې غونډه وځنډوله:

"موږ دا فېصله وکړه چې د جون پر ۲۶ مه [د پاکستان د اپوزیشن] ګڼ ګوندیزه غونډه کېږي نو و به ګورو چې په دې کې څه فېصلې کېږي. د هغې په رڼا کې به خپله غونډه جوړه کړو. خو د پښتنو غونډه به لازمي کوو."

زاهد خان د ګڼ ګوندیزې غونډې د ممکنه نېټې په اړه څه و نه ویل.

پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي، که په دې لړ کې سیاسي ګوندونه کردار ولوبوي نو ښه ده خو تر ټولو زیاته ذمه واري په حکومت راځي چې د پښتنو د مشکلاتو کمولو او مسایلو حل کولو لپاره اقدامات وکړي:

"حکومت دې خپله دغه شان غونډه راوغواړي. په دې کې هېڅ بده خبره نشته چې د پښتنو زاړه او نوي مشران کښېنوي او له هغوی پوښتنه وکړي څه تکلیف لرئ. که دا نشي کولای نو د پښتنو یوه جرګه یا یو وفد دې جوړ کړي او هغه دې ور واستوی چې تاسو دا مسلې وګورئ. او که دا هم نه کوي نو بیا پښتانه حق لري چې د هر چا تر جنډې (بیرغ) لاندې کښېني او دا [پوښتنه] وکړي چې له موږ سره ولې زیاتی کېږي؟"

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان پر خړ کمر پوسته د سرتېرو په ډزو کې ۱۴ کسان ووژل او له ۴۰ زیات ژوبل شوي ول.

خو پوځ وايي، مظاهره کوونکو پر پوستې برید وکړ چې پکې پېنځه سرتېري ژوبل شول. د پوځ له بیان سره سم، په ځوابي ډزو کې درې کسان ووژل او ۱۰ ژوبل شول.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG