د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا د اېف سي ځواک سیمه ییز مشر له خبریالانو سره ولیدل


ډېره اسماعیل خان - د خیبر پښتونخوا د جنوبي سیمو لپاره د اېف سي ځواک مشر جنرال اظهر اقبال عباسي او نورو امنیتي چارواکو د جون پر ۲۵مه په ډېره اسماعیل خان کې له یو شمېر خبریالانو سره لیدلي او د امنیت پر موضوع یې ورته معلومات ورکړي.

د سیمې یو خبریال جعفر زکوړي مشال راډیو ته وویل،جنرال عباسي په خبرو کې وویل چې په جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان او یو شمېر نورو سیمو کې امنیتي وضع ښه ده.

د ده په خبره، جنرال عباسي په ځانګړي ډول د جنوبي وزیرستان پر پوله د انګور اډې یادونه وکړه او ویې ویل چې له تېرو درو میاشتو راهیسې یې هلته خلکو ته په ازادانه توګه د تګ راتګ اجازه ورکړې.

عباسي وویل چې له پولې هغې خوا ته یو شمېر افغانې کورنۍ دي چې بچي یې په انګور اډه کې ښوونځیو ته ځي نو هغوی ته یې هم اسانتیاوې ورکړې دي.

په تېرو وختونو کې د جنوبي وزیرستان د انګور اډې دواړو خواو ته اوسېدونکو خلکو په بیا بیا مشال راډيو ته ویلي چې که انتظامیې د تګ راتګ لار خلاصه کړي نو ستونزې به یې هوارې شي.

سوداګرانو هم ویلي چې د انګور اډې لارې بندېدو له وجې یې کاروبارونه اغېزمن شوي.

د جنوبي وزیرستان یو خبریال سعود الرحمان مسود وايي، د اېف سي ځواک له لوړپوړي مشر سره یې په ملاقات کې هغه د سیمې او خبریالانو له یو لړ ستونزو خبر کړ.

مسود زیاتوي چې خبریالانو له جنرال عباسي څخه غوښتنه وکړه چې په جنوبي وزیرستان کې دې د نشه يي موادو قاچاق مخه ونیسي.

د اېف سي ځواک سیمه ییز مشر له خبریالانو سره ژمنه وکړه چې بېلا بېلې ستونزې به یې ورهوارې کړي.

XS
SM
MD
LG