د لاسرسي ځای

تازه خبر

''ډاکټر شکیل اپرېدی ټول جایز حقونه لري''


شکیل اپرېدی
عکس له ارشیفه
شکیل اپرېدی عکس له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د قانون، پارلېماني چارو او بشري حقونو وزير وايي چې د اسامه بن لادن د نيولو په عملياتو کې له امریکا سره په همکارۍ تورن ډاکټر شکيل اپرېدي ته به ټول جايزه حقونه ورکول کېږي.

سلطان محمد خان په سېشنبه مشال رېډيو ته وويل چې شکيل اپرېدی د امنيتي وجوهاتو له کبله د پنجاب د ساهيوال په يوه زندان کې اچول شوی دی.

د قانون او بشري حقونو صوبايي وزير وايي له ډاکټر شکيل سره د خپلې کورنۍ د غړیو يا وکيل په ملاوېدو کې که څه ستونزې وي نو دی به يې د لیرېکولو هڅه کوي: ''له اپرېدي سره د خپل وکيل ليدل يا د جېل دننه سهولت ورکول کېدل د هغه قانوني حق دی. په پاکستان کې هريو تن د قانون لاندې قید دی او چې د شکيل څه هم قانوني حق وي نو هغه به ورته ورکول کېږي خو بيا به هم زه وګورم که چېرته داسې څه وي ((شکيل له خپل وکيل سره ملاقات نشي کولی)) نو چې د قانون او ايين له مخې د هغه څه هم حق جوړېږي نو هغه به ورته ورکول کېږي.''

دا په داسې حال کې ده چې په دوشنبه پېښور های کورټ شکيل اپرېدي ته د اورول شوې سزا خلاف د نظرثانۍ درخواست د باقاعده اورېدنې لپاره منظور کړ.

د قبايلي سيمو په خیبر پښتونخوا کې تر ضم کېدو وروسته د ملزم شکيل اپريدي درخواست په وړمبي ځل په ياد عدالت کې د اورېدنې لپاره منظور کړل شوی. تر دې مخکې د نوموړي مقدمه په فاټا ټريبيونل کې روانه وه خو تر انضمام وروسته دغه ټريبيونل ختم کړل شو.

د ډاکټر شکيل اپرېدي وکيل قمر نديم وايي دوی په دې ګام خوشاله دي ځکه چې په ټريبيونل کې د شکيل اپرېدي په کيس کې هېڅ پرمختګ نه وو شوی.

نديم تمه لري چې اپرېدی به ډېر زر خوشې شي خو نوموړی وايي دا وخت اپرېدی چې د پنجاب په ساهيوال جېل کې دی، وکيلان يې ورسره نشي ملاوېدلای او د کورنۍ غړي يي ورسره هم په ملاقات کې ستونزې لري. د اپريدي وکيل له حکومته غوښتي چې نوموړی دې له پنجابه د خېبرپښتونخوا جيلونو ته راوستل شي: ((ډاکټر شکيل يي له پېښوره د پنډۍ اډياله جېل ته او له هغه ځايه يي د پنجاب ساهيوال ته بوتلو. نو په دې کې د نوموړي کورنۍ ته ډېر تکليف دی.ځکه چې زه يي وکيل يم او ما څو وارې هڅه کړې چې ملاقات ورسره وکړم خو زه يي نه يم ورپرېښودلی. او چې کورنۍ یې هم ورځي نو شل وارې يې تلاشي اخیستل کېږي. په ملاقات کې هم دومره بنديزونه وي چې دا خبره به نه کوئ، دا خبره به نه کوئ نو د کورنۍ يې ډېره بې عزتي کېږي. د ډاکټر شکيل ډېره بې عزتي کېږي. موږ ته هېڅ پته نشته چې اپرېدی په کوم حالت کې دی. او وکيل ورسره ملاقات ولې نشي کولای؟ او چې کوم قانوني حقونه دي نو هغه نه ورکول کېږي.))

ډاکټر شکيل اپريدی په ۲۰۱۱ م کال کې د پېښور په کارخانو مارکېټ کې په ۲۰۱۱ م کال کې نيول شوی وو. پر نوموړي تور وو چې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن په نيولو کې يي له امريکا سره د جاسوسۍ په برخه کې مرسته کړې وه. په دې کاروايي کې اسامه وژل شوی وو.

خو اپرېدي ته د قید سزا په يادو تورنو کې نه بلکې له وسله والې ډلې منګل باغ سره د اړيکو درلودو په تور کې اورول شوې. خو د هغه وکيل وايي پر اپرېدي لګېدلي ټول تورونه بې بنياده دي. شکيل اپريدي ته د پخوانۍ خېبر ايجنسۍ پخواني مرستيال پوليټکل ايجنټ عدالت په درېوو مقدمو کې ټوله د ۲۳ کالو د قېد سزا اورولې وه.

XS
SM
MD
LG