د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزی: د پي ټي ای امیدوار خلاف ۱۶ کاندیدان یوموټي شول


د خیبر پښتونخوا په اورکزیو کې د راتلونکیو صوبايي انتخاباتو لپاره ولاړو شپاړسو امیدوارانو په یوه جرګه کې په ګډه د یوه امیدوار سید غازي غزن جمال په راوړاندېکولو هوکړه وکړه.

په دغه جرګه کې دوی پرېکړه وکړه چې د تحریک انصاف د امیدوار خلاف به دوی ټول یو کیږي او سید غازي غزن جمال به دوی ګډ امیدوار وي.

په جرګه کې شامل او ازاد امیدوار شهید خان اورکزی وايي، د زیارت له ورځې راهیسې یې جرګه ناسته وه چې په دوشنبه د سید غازي غزن جمال په نوم ټولو اتفاق وکړ. دیو زیاتوي، اوس به دوی ټول د هغه په حق کې کښېني او له انتخاباتو به دستبرداره کېږي.

شهید خان اورکزی وايي، پر دغه فیصله د څلورو نماینده ګانو تحفظات دي خو هغوی به هم دا مني ځکه چې یادې جرګی تری مخکې واک اخیستی وو.

نوکوړي دا هم وویل، تر دغه فیصلې وروسته اوس د تحریک انصاف شکست یقیني شوی خو که چېرې هلته شفاف انتخابات وشول.

په اورکزو کې له ۱۱۰ حلقې ۲۴ امیدوران د صوبايي انتخابات لپاره مخی ته راغلي ول چې اوس په کې تر دغې فيصلی وروسته د سید غازي غزن جمال پشمول نهه امیدواران د مقابلی لپاره پاته شوي دي.

سید غازي غزن جمال د پخواني وفاقي وزیر سید غازي ګلاب جمال زوی دی او هغه دوهم ځل دی چې د انتخاباتو لپاره په ازاد حیثیت ودرېږي.

تر دې مخکی نوموړی د ۲۰۱۸ کال په جولای کې ترسره شوي د قامي اسمبلي په انتخاباتو کې یواځې ۷۶۵ ووټونه اخیستي ول او پنځلسم مقام یې ترلاسه کړی وو.

د قامي اسمبلۍ د ۴۷ حلقې څوکۍ د تحریک انصاف ګوند جواد حسن ۱۱۱۰۲ ووټونه په اخیستو ګټلی وه.

په سیمه کې د راتلونکي صوبايي انتخاباتو لپاره د تحریک انصاف ټیکټ د قامي اسمبلۍ غړي جواد حسن ورور شعیب حسن ته میلاو شوی دی.

یو ځايي خبریال انور اورکزی وايي، که څه هم یوشمير امېدوران د سید غازي غزن جمال په حق کېنستلي او هغه د یو مضبوط امېدوار په توګه مخې ته راغلی خو د تحریک انصاف امیدوار شعیب حسن ته شکست ورکول ډیر ګران کار دی.

د قبایلی ضلعو په ۱۶ څوکیو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره انتخابات د جولايي پر شلمه نېټه کېدونکي دي.

د فاټا په خیبر پښتونخوا کې تر ضم کېدو وروسته په قبایلي سیمو کې په لومړی ځل د صوبايي اسمبلۍ لپاره ټاکنې کېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG