دا اوونۍ د مشال مرکه کې له اېمل ولي خان سره غږېدلي یو چې د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر دی. نوموړی د اسفندیارولي خان زوی او د باچاخان کړوسی دی.
هغه وايي لومړنۍ زده کړې یې په مردان کې په فضل حق کالج کې ترلاسه کړې دي، بیا وروسته په (اېچ اېس اېن کالج) او وروسته یې په کراچۍ پوهنتون کې زده کړې کړې دي. نوموړي په دوبۍ کې هم لوړې زده کړې کړې دي.
اېمل ولي خان وايي، په دې ویاړي او د خدای شکر وباسي چې په یوه سیاسی کورنۍ کې یې نړۍ ته سترګې غړولې دي. هغه وايي، د خپلو مشرانو په شان د پښتنو مشري وکړي.
اېمل ولي خان وايي، خپل نیکه عبدالولي خان ورته یو مهال ویلي وو، که غواړې د پښتنو مشري وکړې نو ځان به د هغوی خادم جوړوې او تل به په خپله حقه خبره ولاړ پاتې کېږي.
په دې مرکه کې نورې ډېرې جالبې خبرې هم اورېدلی شئ.
نښلول
شریک کړئ
له اېمل ولي خان سره مرکه
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:26:01
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
ګل ایاز
ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. له نوموړي سره پر ټوېټر یا فېسبوک اړیکه نیولای شئ.