د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د افغانستان په سوله کې رول ولوبوي: اتمر


اتمر وویل د افغانستان سوله یوازې داخلي موضوع نه ده
اتمر وویل د افغانستان سوله یوازې داخلي موضوع نه ده

اسلام اباد - د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو نوماند او د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر ویلي دي چې پاکستان دې د هغه هېواد د شخړې په ختمولو کې رول ولوبوي.

نوموړي د جون ۲۲مې پر ماښام په اسلام اباد کې له مشال راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د افغانستان سوله "یوازې داخلي موضوع نه ده" ځکه چې په هغه هېواد کې "زرګونه خارجي ترهګر" موجود دي چې له "داعش، القاعدې، لشکر طیبې" د ازبکستان له اسلامي غورځنګ او نورو نړیوالو وسله والو ډلو سره تړلي دي.

اتمر وايي، وسله والې او جنايي ډلې ټوله سیمه د خپلو مقاصدو لپاره کاروي او ګډ ګواښ پېښوي نو ځکه د مسلو د هواري سیمه ییزې هڅې په کار دي.

اتمر وویل، ټوله ذمه واري پر پاکستان نه اچوي، بلکې ورڅخه غواړي چې د خپلې برخې رول ولوبوي.

نوموړي د جون پر ۲۲مه د پاکستان په بوربن ښار کې له یو شمېر افغان سیاستوالانو سره په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې پکې د افغانستان پر سوله بحث وشو.

پاکستان په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د بوربن غونډې ته طالبان او د افغان حکومت استازي نه ول وربلل شوي.

XS
SM
MD
LG