د لاسرسي ځای

تازه خبر

بوربن غونډې د پاکستان او افغانستان اړيکو په رغونې ټينګار کړی


د بوربن غونډه
د بوربن غونډه

د پاکستان د مري په بوربن سیمه کې د افغان امن په اړه روانه غونډه کې افغان سياستوالو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ورستیو څرګندونو هرکلی کړی دی.

د جون په دوه ویشتمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قرېشي ويلي وو چې هیواد یې په افعانستان کې سټراتیژیک نفوز نه غواړي. نوموړي وویل چې دا یوازې یوه پروپیګنډه او د ماضي خبرې دي او پاکستان نه مخکې او نه اوس په افغانستان کې د سټراټیژيک ژورتیا خواهش لري.

شاه محمود قریشي وویل چې په افغانستان کې امن د پاکستان په ګټه دی. په تېرو وختونو کې افغان چارواکو پر پاکستان تور پورې کړی چې د طالبانو په ملاتړ سره په افغانستان کې ترهګرۍ ته لمن وهي.

په پرونۍ غونډه کې موجود افغان سیاستوال احمد ولي مسود وویل که د پاکستان اوس دغه پالیسي وي نو د دواړو هیوادونو تر منځ د تعلقاتو یو نوې باب خلاصېدای شي.

د افغان ملي امنیت شورا پخواني مشر حنیف اتمر او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په افغان امن کې د پاکستان رول مهم وبللو.

دغه غونډه په پاکستان کې دوه څېړنیزو ادارو رابللې ده چې پکې شا او خوا دیرش افغان مشران دعوت شوي. په دوی کې د افغانستان مرستیال اجرايوي ريس محمد محقق او د سولې د عالي شورا مشر عبدالکریم خلیلي هم شامل دي.

دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې د جون پر ۲۷مه افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسلام اباد ته سفر وکړي.

لندن مېشتی سیاسي شنونکی سمیع یوسفزي مشال راډيو ته د بوربن د غونډې په اړه وويل: "پاکستان هڅه کوي له دې لارې ووايي چې له سیاستوالو، دولت او هم له طالبانو سره قوي اړیکې لري او که په افغانستان کې سوله راځي «اسلام‌اباد» باید یو لوړ مقام ولري. ځکه هغوی وايي چې له ۴۰ کلونو په افغانستان کې ښکېل پاتې دي او که په افغانستان کې سوله راځي په سیمه کې سوله راځي."

XS
SM
MD
LG