د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار: د پښتون هنرمند لیاقت مېجر مړی خاورو ته وسپارل شو


لیاقت مېجر
لیاقت مېجر

د پښتو فلمونو د ټوکو ټکالو نومیالی اداکار لیاقت مېجر د جون پر ۲۱مه د زړه ناروغۍ له امله مړ شو او د جون پر ۲۲مه د نوښار په خپله پلارنۍ هدیره ګنبد شاه بابا کې خاورو ته وسپارل شو.

د لیاقت مېجر خپل نوم ملک لیاقت علي خان وو خو په فلمي نړۍ کې په سنتیس کلېنډر ډېر مشهور شوی وو.

نوموړی په ۱۹۴۷م کال کې په نوښار کلا کې د هستم خان کره زېږېدلی وو. هغه تر لسم جماعت پورې زده کړې د رسالپور په کاوېنټ سکول کړې وې. ۱۴م جماعت یې د پېښور له اېډورډز کالجڅخه ویلی وو.

نوموړي بیا د پاکستان په پوځ کې د کمېشن امتحان پاس کړ خو د روزنې پرمهال یې هغه نوکري پرېښوه. هم دا وجه وه چې هغه په لیاقت مېجر مشهور شوی وو.

نوموړي د خپل فني ژوند پیل د پښتو فلم دره خېبر نه کړی وو خو نامه يې د اوربل فلم نه ومونده او هم د دغه فلم نه د سنتیس کلېنډر په نوم خلکو وپېژندو.

نوموړي تر درې سوه په زیاتو پښتو فلمونو کې اداکاري کړې وه او د دې ترڅنګ يې په سي ډي او سټېج ډرامو کې هم کار کړی وو. =

لیاقت مېجر په پښتو فلمونو کې د ټوکو ټکالو د کردارونو نه سربیره د ویلن او سنیجده کرادرونه هم لوبولې دي

د نوموړي په مشهور فلمونو کې اوربل ، دیدن ، خان دهقان ، یوسف خان شېربانو ،ادم خان درخانۍ خانه بدوش ، احسان ، کوچوان ، بنګړي هتکړۍ او د ګڼکړپ ترڅنګ یو شمېر نور فلمونه شامل دي.

د پښتو فلمونو پروډیوسر ملک آصف الله د هغه د فن په اړه مشال راډیو ته وویل چې د لیاقت مېجر په رنګ اېکټران په پیړو کې چېرته یو پیدا کېږي.

د پښتو فلمونو اداکار علي مسلم مشال راډیو ته وویل چې لیاقت مېجر غوندې به بل پیدا نه شي او د هغه په نوم به سېنېمګانې ابادې وي.

د لیاقت مېجر کورنۍ وايي چې هغه ۱۲ کاله وړاندې د فلمونو نړۍ پرېښې وه او تبلیغ ته تللی وو. هغه به د روزګار په توګه د شاتو کاروبار کاوی.

XS
SM
MD
LG