د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ پر ایران د پوځي برید تر منظورۍ وروسته بېرته په شا شو: رپورټ


ټرمپ پد الوتکې نسکورول سهوي عمل وباله
ټرمپ پد الوتکې نسکورول سهوي عمل وباله

واشنګټن - نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جون پر ۲۰مه، د امریکايي بې پایلټه ډرون الوتکې نسکورولو په ځواب کې پر ایران د پوځي بریدونو منظوري ورکړې وه خو شپې مهال سمدستي ورڅخه په شا شو.

ورځپاڼې د جون پر ۲۰مه شپې ناوخته په رپورټ کې ویلي چې په سپینه ماڼۍ کې پر دې موضوع زښت بحث وشو او پوځي او سفارتي چارواکو هغه مهال د برید تمه لرله.

ورځپاڼه وايي، د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت لوړ پوړي چارواکي او د کانګرس مشران د بحث پر وخت موجود ول.

نیویارک ټایمز د چارواکو نومونه نه دي یاد کړي.

خو په عین وخت کې ټرمپ د ایران له خوا د امریکايي بې پیلوټه الوتکې نسکورول تېروتنه بللې.

ټرمپ د جون پر ۲۰مه په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه خبریالانو ته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې الوتکې د نړیوالو اوبو پر سر پرواز کاوه.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، فکر کوي چې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو اقدام په ایران کې د کوم جنرال یا د بل چا "سهوي عمل" دی.

ټرمپ ویلي چې که دا الوتکه بې پیلوټه نه وای، نو د هغې ویشتل به ښايي بېله مسله وای.

ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې د کاناډا له وزیراعظم جسټن ټروډو سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل چې ویشتل شوې الوتکه دقیقاً د نړیوالو اوبو پر سر د الوت په حال کې وه.

ټرمپ له کاناډايي وزیراعظم ټروډو سره د خبري کنفرانس په حال کې
ټرمپ له کاناډايي وزیراعظم ټروډو سره د خبري کنفرانس په حال کې

ده وویل: "احتمالاً ایران اشتباه کړې ده، زه یې تصور کولای شم چې ښايي کوم جنرال یا بل چا دا اشتباه کړې وي او الوتکه یې ویشتلې او نسکوره کړې وي، له نېکه مرغه دا الوتکه بې وسلې او بې پیلوټه وه او څرګنده ده چې د نړیوالو اوبو پر سر د الوتو په حال کې وه."

ټرمپ دې پوښتنې ته چې ایا له دې پېښې سره سره لا هم د ایران له مشرتابه سره خبرو ته لېوال دی، په ځواب کې یې وویل، ګوري چې څه پېښېږي، د امریکا ولسمشر له دې مخکې پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي وو چې ایران د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په نسکورولو سره یوه "ډېره لویه غلطي" کړې ده.

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک د پنجشنبې پر ورځ وویل چې د امریکا یوه بې پیلوته کشفي الوتکه یې د هرمزګان ولایت پر سر ویشتلې او نسکوره کړې ده.

دې ځواک همداراز وویل چې د ایران په قلمرو کې د دې الوتکې الوتل "ښکاره سرغړونه" وه.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې یې د هېواد پر فضايي حریم تېری کړی.

دې وزارت د امریکا اقدامات غیرقانوني او پاروونکي بللي او د هغو د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې هرمز تنګي ته نېږدې د عمان په خلیج کې د تېلو پر لېږدوونکو کښتیو وروستیو حملو په سیمه کې ترینګلتیا زیاته کړې.

امریکا او متحد یې سعودي عرب د دې حملو پړه پر ایران اچولې خو تهران دا تور رد کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG