د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مالېزیايۍ الوتکې پېښه کې څلور تنه تورن


په اوکراین کې د مالیزیا ویشتل شوې الوتکه. عکس له ارشیفه. July 26,2014
په اوکراین کې د مالیزیا ویشتل شوې الوتکه. عکس له ارشیفه. July 26,2014

امریکا د اوکراین په ختځ کې په هغو څلورو کسانو د فرد جرم لګولو هر کلی کړی چې په مبینه توګه یې په ۲۰۱۴م کال کې د یو مالیزیايي مسافر وړونکي الوتنې د غوځولو په پېښه کې لاس لرلو.

امریکا دا د رېښتیاو موندولو په لړ کې یو مهم ګام بللی دی.

د جون پر ۱۹مه ناخته په یو بیان کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په روس غږ وکړ چې په دې اړه د ملګرو ملتونو د غوښتنې احترام او عمل وکړي او دا یقیني کړي چې په روس کې موجود په دغو تورنو کسانو کې یو هم له انصافه بچ نه شي.

هغه زیاته کړه چې تورن کسان په مشرقي اوکراین کې د روس په مشرۍ کې د ځواکونو غړي پاتې شوي.

بلخوا اوکراین د دغو پلټنو هر کلی کړی او پر ماسکو یې غږ کړی چې د دغه پېښې په اړه دې خپله ‌‌ذمه واري ومني خو روس ادعا کړې چې د پلټنو هدف یې د دغه هېواد بدنامول دي.

د هالینډ سرکاري وکیلانو د جون پر ۱۹مه وویل چې د اوږدو پلټنو وروسته پر درېو روسي وګړو او یو اوکرایني تن به د قتل او په دغه پېښه کې د لاس لرلو په تورونو مقدمې چلېږي.

په دغه الوتکه کې ۲۹۸ کسان وژل شوي دي.

روس په دغه پېښه کې لاس لرل ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG