د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال پلټونکي د مالېزیايۍ الوتکې پېښه کې څلور کسان تورنوي


په اوکراین کې د مالیزیا ویشتل شوې الوتکه.عکس له ارشیفه. July 26,2014
په اوکراین کې د مالیزیا ویشتل شوې الوتکه.عکس له ارشیفه. July 26,2014

په ۲۰۱۴ز کال کې د مالېزیا یوې الوتکې ویشتو د پېښې ښکار شویو خپلوان وايي، څلور مشکوک کسان په قتل تورنوي.

تر دې مخکې نړیوالو پلټونکو ویلي ول چې د اوکراین په فضا کې د ویشتلې الوتکې په پېښه کې به مشکوک کسان تورن کړي.

د اېم اېچ ۱۷ پرواز الوتکه پېنځه کاله مخکې په توغندي ویشتل شوې وه چې پکې سپاره ټول ۲۹۸ مساپر وژل شوي ول.

د وژلیو کسانو خپلوانو خبري غونډې ته وویل، د هالېنډ څارنوال د جون پر ۱۹مه دوی له د ګډې پلټنیزې ډلې له پایلو خبر کړل.

د الوتکې په پېښه کې د سیلین فریډریکش زوی او ننګور وژل شوي ول. نوموړې وویل، د ۲۰۲۰ز کال د مارچ پر نهمه به عدالت د څلورو مشکوکو کسانو ضد د قتل مقدمه پرانیزي.

د جون پر ۱۸مه، په اوکراین کې له انټرفېکس خبري اژانس سره په مرکه کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې اولینا زیرکل وویل، پلټونکي د روسیې د پوځ یوه اعلا چارواکي په ګډون څلور نومونه اعلانوي.

په ۲۰۱۶ز کال کې ګډې پلټونکې ډلې ویلي ول چې هغه توغندی چې ورباندې مالېزیايۍ الوتکه ویشتل شوې وه، له روسیې وروړل شوی وو.

مسکو په پېښه کې د ککړتیا تورونه رد کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG