د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپېو وايي له ایران سره شخړه نه غواړي


پامپېو وايي منځني ختیځ ته اضافي سرتېري د امریکا ګټو ساتلو لپاره استوي
پامپېو وايي منځني ختیځ ته اضافي سرتېري د امریکا ګټو ساتلو لپاره استوي

امریکا وايي، له ایران سره شخړه نه غواړي بلکې په منځني ختیځ کې یې د پوځي سرتېرو زیاتولو هدف د ایران د یرغل مخنیوی او په سیمه کې د امریکايي ګټو ساتل دي.

دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د جون پر ۱۸مه پر داسې وخت کړې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي شخړې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د امریکا د دفاع وزارت تر دې وړاندې اعلان وکړ چې د ایرانیو ځواکونو دښمنانه چلند په غبرګون کې سیمې ته ژر نور سرتېري استوي.

دا سرتېري به له ۱۵۰۰ هغو اضافي پوځیانو سره یو ځای شي چې تېره میاشت لېږدول شوي ول.

چین ټولو غاړو ته خبرداری ورکړی دی چې د مشکلاتو له لا ډېرولو ډډه وکړي او پر امریکا یې غړ کړی دی چې د فشار اچولو لپاره دې د شدیدو طریقو کارول کم کړي.

روسیې هم له زغمه د کار اخیستو غوښتنه کړې او د امریکا ګامونه یې پاروونکي بللي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې د هېڅ هېواد ضد جګړه نه پیلوي او د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د ۲۰۱۵ز کال اټومي تړون ته ژمن دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG