د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په عمان خلیج کې پر دوو کښتیو د برید تور بیا پر ایران ولګاوه


په عمان خلیج کې ویشتل شوې کښتۍ
په عمان خلیج کې ویشتل شوې کښتۍ

د امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا تور لګولی چې د عمان په خلیج کې پر یوې ناروېژۍ او یوې جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړې دي.

د امریکا پوځ په دوشنبه هغه تازه تصویرونه چې د ایران له خوا پر دوو کښتیو د برید ادعا کره کوي، خپاره کړل.

دا عکسونه د امریکا سمندري ځواک یوه هلیکوپټر له خوا اخیستل شوي چې پکې ایراني پوځیان له یوې جاپانۍ کښتۍ د یوه ناچاودي ماین د ایستلو په حال کې ښيي.

ایران په دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي.

همداراز پنټاګون په دوشنبه اعلان وکړ چې پر هغو کښتیو د برید له کبله منځني ختیځ ته زر تنه بالايي سرتېري استوي.

د امریکا ځایناستي دفاع وزیر پېټریک شناهن وویل، دا سرتېري به د سمندري، هوايي او ځمکنیو ګواښونو پر وړاندې د دفاع دنده ولري.

د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاتریک شناهان
د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاتریک شناهان

منځني ختیځ ته د امریکایي نورو سرتېرو استولو تر اعلان وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني په سېشنبه وویل چې ایران له هېڅ یوه هېواد سره جګړه نه غواړي.

روحاني په هغه وینا کې چې نن په ژوندۍ بڼه د ایران سرکاري ټېلیویژن له لارې خپرېده، وویل چې د هېڅ هېواد پرضد جګړه نه پیلوي او زیاته یې کړه چې هغوی چې له موږ سره مخامخ دي، یوه ډله سیاستوال دي چې ډېره کمه تجربه لري.

هغه زیاته کړه، په سیمه کې د امریکایانو ټولې هغه هڅې او هیلې چې غواړي زموږ اړیکې له ټولې نړۍ سره وشلوي او ایران په انزوا کې وساتي، ناکامې شوې دي.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د زیات شوي کړکېچ په ترڅ کې ایران د امریکا د سایبري یا انټرنټي جاسوسۍ شبکې په اړه چې وایي، نوې یې کشف کړې، ویلي چې د دې کشف په نتیجه کې یې په څو هېوادونو کې یو شمېر جاسوسان هم نیول شوي دي.

ایراني چارواکي وايي، دا شبکه د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې سي ای اې چلوله.

دا تور پرون د ایران یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ولګاوه او دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن او ایران اړیکې د پخوا په پرتله زیاتې ترینګلې شوي دي.

ای ار ای بي سرکاري ټي وي چېنل د جون پر ۱۷مه د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي علي شمخاني له قوله لیکي چې نوموړي ویلي، د ایران استخباراتي ادارو د سایبري جاسوسۍ ډېره پېچلې شبکه چې په بېلابېلو هېوادونو کې د سي ای اې د عملیاتو لپاره مهمه وه، کشف کړې او ویجاړه کړې ده.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي علي شمخاني
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي علي شمخاني

شمخاني ویلي چې ایراني چارواکو د دې شبکې په اړه له خپلو متحدانو څخه معلومات ترلاسه کړل او په نتیجه کې یې د CIA دا جاسوسان نیولي دي.

امریکایي چارواکو د ایران د دغې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG