د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مورسي مړ شو


محمد مورسي په زندان کې (پخوانی تصوير)

د مصر ليری شوی پخوانی ولسمشر محمد مورسي د ۶۷ کلنۍ په عمر د جون په ۱۷مه په قاهره کې مړ شو. د مصر يو سرکاري وکيل ويلي چې مورسي په عدالت کې د مقدمې پر مهال د وېنا کولو پر مهال بې حاله شو.

د مصر حکومت نن په يوه خبرپاڼه کې وويل چې هغه روغتون ته ويوړل شو چې هلته يې مړينه تاييد شوه. د خبرپاڼې ترمخه په طبي راپور کې د مورسي پر بدن کوم زخم نه دی ليدلی شوی.

د مصر سرکاري ټيليوژن ويلي چې پر مرسي د جاسوسۍ د تورونو مقدمه چلېدله. دې تورونو د فلسطين د حماس اسلامپالې ډلې سره د مشکوکو اړيکو سرچينه اخيسته. مورسي د اخوان الملسلمين تحريک يو مخکښ وو. پر دغه ګوند اوس بندېز لګېدلی دی.

د مصر پوځ هغه په ۲۰۱۲ کال کې له چوکۍ ليري کړ. هغه تر ليري کېدو مخکې يو کال حکومت وکړ. نوموړی له ليري کېدو وروسته جېل ته ولېږل شو او د مرګ تر وخته پورې په زندان کې وو.

اخوان المسلمين د مصر پر حکومت تور پورې کړی چې د مورسي د قراره مرګ ذمه واري ورترغاړې ده. دوی د جون په ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په جېل کې هغه په بد حال کې ساتل کېده، دوايانې يې نه وي او خراب خواړه یې خوراک وو. خبرپاڼه زياتوي: ((هغه ته بنيادي بشري حقونه نه وو ورکړل شوي.))

د ترکيې ولسمشر طیب اردغان چې مورسي سره يې نيزدې اړيکې درلودې، نوموړی شهيد بللی دی او ويلي يې دې چې د مصر ظالم حاکم یې د مرګ مسول دی.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG