د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان ته وزيراعظم نه وايمه: مريم نواز


د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند مرستياله مشره مريم نواز
د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند مرستياله مشره مريم نواز

د پاکستان مسلم ليګ ن مرستياله مشره او د پخواني وزيراعظم نواز شريف لور مريم نواز د مې په ۲۲مه د پنجاب په بهالپور ضلعې کې يوې غونډې ته وينا کې وويل چې موجوده حکومت د ناکامې پاليسيو وروسته د هېواد د خزاني چابي نړيوال مالياتي اداري ای اېم ايف ته ورکړي. مريم نواز زياته کړه:

(له پاکستان سره داسي سانحه هم شوي ده چې ۲۲ کړوړه ولس له سختو مشکلاتو سره مخامخ شوي. دا د نااهلو حکومت له سانحي کم نه دي. د حکومت لس مياشتي پوره شوي دي او يو ښه خبر هم ولس ترلاسه نه کړو. هره ورځ نوي خبره اورو چې ګيس ګران شو، بجلۍ ګرانه شوه او کله بوره/چيني ګرانه شي.)

مريم نواز وويل چې د موجوده حکومت د ناکامه پالیسو له وجې ګراني، قرضې او د ولس ستونزې زیاتې شوې دي. د دې په خبره عمران خان ته وزیراعظم نه وايي.

د مسلم ليګ ن مرستياله مشره مريم نواز او د پېپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د مې په ۱۹مه په اسلام اباد کې د اپوزشن ګوندونو په غونډه کې ګډون کړي وو.
د مسلم ليګ ن مرستياله مشره مريم نواز او د پېپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د مې په ۱۹مه په اسلام اباد کې د اپوزشن ګوندونو په غونډه کې ګډون کړي وو.

د دي مخکې د مې په ۱۹مه اپوزیشن ګوندونو په اسلام اباد کې د حکومت ضد تحريک چلولو په اړه راغونډ شوي وو. په دي غونډه کې مريم نواز هم ګډون درلودو.

مريم نواز په خپلو خبرو کې د اپوزشن ګوندونو روژې ماتي ته په اشاري سره وويل چې حکومت د اپوزشن ګوندونو له يو روژې ماتي وريدل.

خو د وزيراعظم د اطلاعاتو سله کارې فردوس عاشق اعوان د مريم نواز د څرګندونو په غبرګون کې ويلي دي چې په درغليو کې ککړو کسانو خپل ماشومان سياست ته راويستي دي.

په پيښور کې د ډان ټيلي وژن بيورو چيف علی اکبر وايي، داسي ښکاري چې مسلم ليګ ن ګوند دا پريکړه کړي چې مريم نواز رامخي ته کړي.

(مسلم ليګ ن کوشش کاوو چې چپ به پاتي شي، خو دې سره پارټۍ ته نقصان ورسيدو. اوس په عملي توګه دوي فيصله کړي چې مريم نواز به تيز بيانونه ورکوي. د تير اتوار په ورځ د اپوزشن ګوندونو غونډې هم مريم ته ډاډ ورکړي او اوس د حکومت ضد سخت بيانونه ورکوي. دا هر څه د پارټۍ لپاره ضروري هم دي.)

علي اکبر زياته کړه، د مريم نواز تازه څرګندونو ښکاريچې اپوزشن ګوندونو به د اختر وروسته د حکومت ضد تحریک چلولو په اړه اتحاد جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG